۰

د حلیم تنویر څرګندونو ته د ولسي جرګې د غړو غبرګون: تنویر غیر پښتون قومونو ته سپکاوی کړی

دوشنبه ۱۸ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۵۴
د ولسي جرګې یو شمېر غړو حلیم تنویر وروستیو څرګندونو ته چې د علومو اکاډمۍ په یوه غونډه کې یې کړې تند غبرګون وښود وايي، تنویر په دغه څرګندونو سره غیر پښتون قومونو ته سپکاوی کړي، چې باید څېړنې ترې وشي.
د حلیم تنویر څرګندونو ته د ولسي جرګې د غړو غبرګون: تنویر غیر پښتون قومونو ته سپکاوی کړی
د ولسي جرګې یو شمېر غړو حلیم تنویر وروستیو څرګندونو ته چې د علومو اکاډمۍ په یوه غونډه کې یې کړې تند غبرګون وښود وايي، تنویر په دغه څرګندونو سره غیر پښتون قومونو ته سپکاوی کړي، چې باید څېړنې ترې وشي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د جرګو غړو ویل تنویر په دغه څرګندونو نه یوازې نورو قومونو ته سپکاوی کړي، بلکې قومونه یې یو د بل پر ضد درېدو ته هڅوي او دا په هېڅ ډول د منلو نه ده.

د جرګې غړو خو دا هم ویل چې حلیم تنویز د ولسمشر غني برحاله سلاکار دی او دغه څرګندونې یې کړې، خو د ولسمشرۍ ماڼۍ مرستیال ویاند درانۍ جاوید وزیري دا خبرې رد کړې، چې ګڼې تنویر حکومت دنده لري.

په جرګه کې د کابل استازي غلام حسین ناصري و ویل« د ولسمشر یو سلاکار د علومو اکاډمۍ په یوه ناسته کې، چې د المان په یوه ښار کې جوړه شوې وه، ازبک، تاجک او هزاره قومونو ته سپکاوی کړی دی او د هغه دغه څرګندونې له انساني، عقلاني او قانوني لید لوري په هېڅ ډول د منلو نه دي.»

ناصري زیاته کړه، چې د تنویر دغه خبرې د قومونو تر منځ د نفاق اچولو په خاطر کړې، چې باید د ولسي جرګې له خوا په جدي توګه وڅېړل شي.

د جرګې بل غړي مهدي راسخ هم و ویل، چې د حلیم تنویر په نوم یو کس چې  د ولسمشر برحاله سلاکار دی، د علومو اکاډمۍ په یوه غونډه کې د افغانستان قومونو ته سپکاوی کړی دی.

نوموړي زیاته کړه، که څه هم دا یو ناورغ انسان دی، خو مهمه دا ده، چې د دغه مهمې مسالې په اړه ارګ او د علومو اکاډومۍ خپل دریځ روښانه کړي.

د هغه په وینا د ولسمشرۍ ماڼۍ سلاکار دغه څرګندونې د یوه قوم له ادرس څخه کړې او په دې کار سره د پښتون شریف قوم د نورو قومونو پر وړاندې درولی، چې د ولسي جرګې غړي باید چا ته د دغه ډول څرګندونو مجال ورنه کړي.

د ولسي جرګې رییس میررحمان رحماني هم د تنویر خبرې غیرمسولانه وبللې او ټینګار یې  وکړ، چې د حکومت د یوه سلاکار له لوري نه باید داسې له نفاق ډګې څرګندونې وشي.

د یادونې ده، چې حلیم تنویر د علومو اکاډمۍ په یوه ناسته کې وايي، که چېرې زده واک ته ورسېدم، د قومونو تر منځ اختلاط یا ګډوالی رامنځ ته کوم، د هزاره لور د پښتون زوی ته ورکوم، په خدای ج ختموم یې، په خدای ج که یې پرېږدم.

هغه د خپلو څرګندونو په یوه بله برخه کې وايي، د قومي اختلافاتو د لمنځه وړلو لپاره باید قومي مشران له منځه یووړل  شي، محقق او دوستم باید هغې خواته شي تر څو برابري رامنځ ته شي.

خو د تنویر دغه څرګندونو پر خواله رسنیو ګڼ غبرګونونه راپارولي او ان د ځینو قومونو مشرانو یې دغه څرګندونې ښکاره سپکاوی بللی دی.

جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي