۰

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د جرمني له ځانګړي استازي سره په سوله خبرې کړې

دوشنبه ۱۸ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۲۱
د بهرنیو چارو سرپرست وزیر ادریس زمان د افغانستان لپاره د جرمني د ځانګړي استازي مارکس پوتزل سره پر افغان سوله او یو لړ نورو مسایلو خبرې کړې دي.
د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د جرمني له ځانګړي استازي سره په سوله خبرې کړې
د بهرنیو چارو سرپرست وزیر ادریس زمان د افغانستان لپاره د جرمني د ځانګړي استازي مارکس پوتزل سره پر افغان سوله او یو لړ نورو مسایلو خبرې کړې دي.

د جمهورآژانس د خبر له مخې د بهرنیو چارو وزارت له خوا نن دوشنبې د لیندۍ ۱۸ مه خپره شوې خبرپاڼه وايي، په دغه لیدنه کې  دواړو لورو د خپلو هېوادونو د ملي ګټو په خوندیتوب او همکاریو بحث کړی دی.

خبرپاڼه زیاتوي، چې په دې لیدنه کې د افغانستان سوله او د سولې پر مذاکراتو هم خبرې شوې او جرمني د افغانستان د سولې پروسې ملاتړ کړی دی.

سرچینه وایي، د جرمني ځانګړي استازي ښاغلي پوتزل د افغان دولت او له سولې پروسې څخه د خپل هېواد د ملاتړ ډاډ ورکړ او ویې ویل، چې جرمني د افغانانو په مشرۍ او مالکیت تل د سولې د پروسې ملاتړی کړی دی.

دغه لیدنه پر داسې مهال شوې، چې ویل کېږي په نېږدې راتلونکې کې به د جرمني په کوربتوب د بین الاافغاني خبرو یوه ناسته وشي.

ځینې راپورونه وايي، د همدې لپاره مارکاس پوتزل او د اروپايي اتحادیې ځانګړي استازي تر دې وړاندې په دوحه کې له ملا برادر سره هم کتلي وو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي