۰
نورستاني:

یوازې بایومتریک رایې د منلو دي، ټیمونه دې په بیا رای شمېرنه کې همکاري وکړي

یکشنبه ۱۷ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۴۹
د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشرې یو ځل بیا له انتخاباتي ټیمونو وغوښتل، چې د رایو په بیا شمېرنه کې ورسره همکاري وکړي او په ۷ پاتې ولایتونو کې د دغه بهیر د شپړولو اجازه وکړي.
یوازې بایومتریک رایې د منلو دي، ټیمونه دې په بیا رای شمېرنه کې همکاري وکړي
د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشرې یو ځل بیا له انتخاباتي ټیمونو وغوښتل، چې د رایو په بیا شمېرنه کې ورسره همکاري وکړي او په ۷ پاتې ولایتونو کې  د دغه بهیر د شپړولو اجازه وکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې مېرمن نورستاني دغه څرګندونې  نن یکشنبې د لیندۍ ۱۷ مه د کمېسیون او ټاکنیزو ټیمونو تر منځ په ګډه خبري ناسته کې وکړې او ویې ویل، چې ټاکنو کمېسیون د هېچا تر فشار لاندې نه دی او نه به هم راشي.

د هغې په وینا د ټاکنو کمېسیون له پیله په بې پرې او  شفاف ډول خپل کارونه مخ ته وړي او اوس یې هم هڅه دا ده، چې د خلکو په پاکه رایه د افغانستان راتلونکۍ وټاکي.

د ټاکنو کمېسیون مشرې حوا علم نورستاني ټینګار وکړ، چې کمېسیون ته یوازې بایومتریک رایې  د باور وړ دي او له هغې  پرته رایې نه مني.

نوموړي پر هغه ټاکنیزو ټیمونو چې په ۷ ولایتونو کې یې  د رای شمېرنې پروسه له خنډ او ځنډ سره مخ کړې، غږ وکړ، چې کمېسیون ته اجازه ورکړي، چې  په دغه ولایتونو کې  هم د بیا رای شمېرنې پروسه بشپړه او نور د افغانستان د خلکو انتظار پای ته ورسوي او د ټاکنو پایلې اعلان کړي.

مېرمن نورستاني و ویل، دا چې کمېسیون ته یوازې بایومتریک رایې د باور وړ دي نو ټاکنیز ټیمونه د په ۷ ولایتونو کې  د بیا رای شمېرنې اجازه ورکړي او که چېرې رایې د بایومتریک پر بنسټ نه وي، نو کمېسیون به یې باطلې اعلان کړي.

د نوموړې په خبره په اوو ولایتونو کې لا هم ټاکنیز ټیمونه دوی ته اجازه نه ورکوي چې د رایو بیا شمېرنه او تفتیش وشي نو له همدې امله یې له نوماندانو سره د ستونزو پر حل د خبرو غونډه جوړه کړې ده. نورستانۍ هیله لري چې دغه غونډه وکړی شي چې په افغانستان کې د ټاکنو روان بن بست حل کړي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشرې ټینګار وکړ، چې د کمیسیون کارونه یې قانوني دي، کمیسیون خپلواک دی او د هېچا تر اغېز یا فشار لاندې نه دی.

د یادونې ده، چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون نن له ټاکنیزو ډلو سره غونډه جوړه کړې ده او په ټاکنیز بهیر کې پر شته ستونزو خبرې کوي.

د ټاکنو کمېسیون او ځینو انتخاباتي ټیمونو تر منځ لانجه په هغه ۳۰۰ زره رایو ده، چې تخنیکي ستونزې په کې دي.

ځینې ټاکنیز ټیمونه وايي، دغه شمېر رایې دې له بیا رای شمېرنې پرته په لومړي پړاو کې باطلې اعلان کړي، خو کمېسیون وايي، دا غیر قانوني غوښتنه ده، او تر چې کمېسیون بیا رای شمېرنه نه وي کړې، یوه رایه هم نه شي باطلولۍ.

جمهورآژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي