۰

کېدای شي امریکا او طالبان د شپنیو عملیاتو او ځانمرګو بریدونو پر درېدو توافق وکړي

یکشنبه ۱۷ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۱۰
قطر کې د امریکايي او طالب استازو تر منځ له خبرو باخبره سرچینې وايي، د دوی ترمنځ پرونیو خبرو کې پر مختګ شوی او ښايي دواړه لوري د شپنیو عملیاتو او ځانمرګو بریدونو پر درېدو توافق وکړي.
کېدای شي امریکا او طالبان د شپنیو عملیاتو او ځانمرګو بریدونو پر درېدو توافق وکړي
قطر کې د امریکايي او طالب استازو تر منځ له خبرو باخبره سرچینې وايي، د دوی ترمنځ پرونیو خبرو کې پر مختګ شوی او ښايي دواړه لوري د شپنیو عملیاتو او ځانمرګو بریدونو پر درېدو توافق وکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د امریکايي پلاوي او طالب استازو تر منځ د افغان سولې په تړاو خبرې پرون شنبې د لیدنۍ ۱۶ مه د قطر پلازمېنه دوحه کې پیل شوې، چې
ښاغلي قلم الدین د دې پوښتنې په اړه چې څه ډول یې د تاوتریخوالي پر کمولو توافق کړی وايي، طالبانو امریکايي پلاوي ته ویلي، چې د امریکايي ځواکونو په شپنیو عملیاتو کې یوازې ملکي وګړو ته زیان رسي، خو په مقابل کې یې امریکايي لوري طالبانو ته ویلي، چې ستاسو په ځانمرګو بریدونو کې هم ملکي وګړي زیان ویني.
امریکا، افغان حکومت او طالبانو یې هم پخلی وکړ.

که څه هم درې واړو لورو د پرونیو خبرو په اړه جزیات نه دي ورکړي، خو ویل کېږي په دغه خبرو کې د تاوتریخوالي پر کمولو، اوربند او بین الاافغاني خبرو پر پیل خبرې شوې دي.

پخواني طالب چارواکي مولوي قلم الدین هم جمهور خبري آژانس ته تایید کړه، چې په پرونیو خبرو کې پر یادو مواردو رسمي خبرې پیل شوې او نن به هم دوام ولري.

د خبرو د دوام تایید په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین هم په خپله ټوېټر پاڼه کړی، ولې د پرونیو خبرو په اړه یې جزیات نه دي ورکړي.

خو مولوي قلم الدین جمهور خبري آژانس ته و ویل« په پرونیو خبرو کې پرمختګ شوی دواړو لورو د تریخوالي پر کمولو  د بین الاافغاني مذاکراتو پر پیل خبرې کړې.»

نوموړي په دې اړه چې آیا په بین الاافغاني خبرو هم توافق ته سره رسېدلي څه ونه ویل خو ټینګار یې وکړ، چې دواړه لورو د تاوتریخوالي پر کمولو توافق ته نېږدې شوي دي.

ښاغلي قلم الدین د دې پوښتنې په اړه چې څه ډول یې د تاوتریخوالي پر کمولو توافق کړی وايي، طالبانو امریکايي پلاوي
هغه وویل«دواړو لورو پرون پر دې توافق کړي، چې امریکايي ځواکونه به نور شپني عملیات او بې ځایه بمبارونه نه کوي، او په مقابل کې به یې طالبان په لویو ښارونو او هغو ځایونو کې چې د خلکو ګڼه ګوڼه وي، ځانمرګي بریدونه نه کوي.»
ته ویلي، چې د امریکايي ځواکونو په شپنیو عملیاتو کې  یوازې ملکي وګړو ته زیان رسي، خو په مقابل کې یې امریکايي لوري طالبانو ته ویلي، چې ستاسو په ځانمرګو بریدونو کې  هم ملکي وګړي زیان ویني.

هغه وویل«دواړو لوري توافق ته نېږدې شوي، چې امریکايي ځواکونه به نور شپني عملیات او بې ځایه بمبارونه نه کوي، او په مقابل کې به یې طالبان په لویو ښارونو او هغو ځایونو کې چې د خلکو ګڼه ګوڼه وي، ځانمرګي بریدونه نه کوي.»

مولوي قلم الدین په دې اړه چې  بین الاافغاني مذاکرات به کله پیل شي وايي، په پرونیو خبرو کې پر دې توافق نه دی شوی خو خبرې پرې شوې او نن به هم په دې اړه مذاکرات جریان ولري.

خو زیاتوي، تر چې امریکا له طالبانو سره د تېرو ۹ میاشتنیو خبرو مصوبې  لاسلیک کړې نه وي، طالبان به رسمي بین الاافغاني خبرو ته حاضر نه شي.

جمهورخبري آژانس:محمد رقیب فیاض


 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي