۰
ولسي جرګه:

ډاکتر ناکامورا د کنړ سیند د اوبو مهارولو په خاطر بهرنیو استخباراتو و واژه

شنبی ۱۶ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۵۷
ولسي جرګې د جاپاني الااصله افغان ډاکتر ناکامورا پر وژل کېدو خواشني وښوده، ۱۰ ثانیې یې سکوت اختیار کړ او وايي نوموړی د کنړ سیند د اوبو د مهارولو له امله و وژل شو.
ډاکتر ناکامورا د کنړ سیند د اوبو مهارولو په خاطر بهرنیو استخباراتو و واژه
ولسي جرګې د جاپاني الااصله افغان ډاکتر ناکامورا پر وژل کېدو خواشني وښوده، ۱۰ ثانیې یې سکوت اختیار کړ او وايي نوموړی د کنړ سیند د اوبو د مهارولو له امله و وژل شو.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ناکامورا عکس د ولسي جرګې په تالار کې د هغه په یاد لګولی شوی او استازي هم د لسو ثانیو لپاره په پښو ورته ودرېدل او سکوت یې اختیار کړ.

د جرګې برلیک پارلماني ګروپ د ډاکتر ناکامورا کارنامې تایید کړې ویې ویل هغه د خپل عمر زیات وخت په ننګرهار کې د غریبو خلکو په خدمت کې تېر کړ او د همدې بشردوستانه مرستو په خاطر د افغانستان د دښمنانو له خوا و وژل شو.

په جرکه کې د ننګرهار ولایت استازو بیا ویل چې ډاکتر ناکامورا له دې امله چې د کنړ سیند اوبه یې مهارولې د پاکستاني استخباراتو د ځریو له خوا و وژل شو.

د جرګې غړي حاجي حضرت علي و ویل«ډاکتر ناکامورا د کنړ سیند د اوبو مهارولو، په ګمبیري دښته کې د پنځه زره غریبو کورنیو د مېشتولو په خاطر و وژل شو او د هغه وژنه هم د جنرال عبدالرازق د وژنې په شان سیاسي وه.»

نوموړي زیاته کړه، دا چې ډاکتر ناکامورا د ننګرهار ولایت مقام په څو قدمۍ کې چېرته چې امنیتي پوستې هم شتون لري وژل کېږي نو دا موضوع باید په جدي توګه د دولت له خوا وڅېړل شي.

د جرګې یوې بلې غړې مېرمن لیلما احمدي هم و ویل، چې ډاکتر ناکامورا وژل کېدو کې د بهرنیو استخباراتو لاس دی، ځکه هغه د کنړ سیند په مهارولو سره د ننګرهار زرګونه اوسېدونکي له لوږې ژغورلي و او بهرني استخبارات نه غواړي، چې  افغانان له لوږې خلاص شي.

د یادونې ده، چې ډاکتر ناکامورا د تېرې چهارشنبې په ورځ د جلال آباد ښار په لومړۍ  ناحیه کې د خپلو پنځو تنو همکارانو سره یو ځای په یوه وسله وال برید کې و وژل شو.

د هغه د وژل کېدو مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی خو پر وژنه یې د افغانستان خلکو سخت غبرګون او خواشني ښودلې وایي، افغانستان یو خپل رښتینۍ خدمتګار او خواخوږی له لاسه ورکړ.

۷۳ کلن ناکامورا د خپل ژوند ۳۰ کاله په ننګرهار کې تېر کړل او د ننګرهار کانال په کېندولو سره یې د ګمبري شاړه دښته د کنړ تر سیند لاندې او سمسوره کړه.

نوموړي د دغه کانال په کېندلو سره ۶ زره هکتاره ځمکه آباد کړه، چې ورسره ۵ زره کورنیو ته د یوې ګولې ډوډوۍ موندلو زمینه برابره شوه.

هغه پر دې سربېره په پام کې درلودل، چې سږ کال د ۷ لکه ډالرو په لګښت ورته یوه بله پروژه هم په ننګرهار کې  پلي کړي خو دا ارمان یې ګور ته یووړ.

ولسمشر غني د ناکامورا وژل کېدل یوه غمیزه بللې او چې د هغه یاد، فکر او کار به تل د افغانانو په یاد وي او د اوبو د مهارولو په برخه کې به د هغه  فکر وپالي.

جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي