دفاع وزارت د ۴۷ طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړی دی

16 قوس 1398 ساعت 11:07

ملي دفاع وزارت د هېواد په بېلا بېلو برخو کې د افغان ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې د ۴۷ وسله والو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.


ملي دفاع وزارت د هېواد په بېلا بېلو برخو کې د افغان ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې د ۴۷ وسله والو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دفاع وزارت نن شنبې د لیندۍ ۱۶ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، افغان ځواکونو دغه عملیات په میدان وردګ، زابل او کندهار ولایتونو کې تر سره کړي دي.

سرچینه زیاتوي، چې  افغان ځواکونو د میدان وردګو سیدآباد ولسوالي کې د هوايي برید پر مهال ۱۴ وسله وال طالبان وژلي او دغه راز یې په ځمکنیو عملیاتو کې هم په همدې  ولسوالۍ کې پنځه وسله وال وژلي دي.

دفاع وزارت زیاتوي، چې په دې عملیاتو کې د وسله والو طالبانو د وسلو او مهماتو یوه زېرمه هم له منځه وړل شوې ده.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې افغان ځواکونو د کندهار په نېش ولسوالۍ کې د عملیاتو پر مهال ۱۵ طالبان وژلي، دوه تنه یې نیولي او د وسلو او مهماتو یوه وړه ډېپو یې له منځه وړې ده.

وزارت د زابل په ترنک او جلدک ولسوالۍ کې هم د ۱۳ وسله والو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 122875

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/122875/

جمهور
  https://www.jomhornews.com