۰
سرچینې:

د امریکا او طالبانو خبرې پیل شوې، دواړو لورو نرمښت ښودلی ښايي، اوربند وشي

شنبی ۱۶ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۴۱
د سولې له مذاکراتو باخبره او طالبانو ته نېږدې سرچینې وایي، ټاکل شوې د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې رسمیي خبرې نن شنبې د لیندۍ ۱۶ مه له سره پیل شي.
د امریکا او طالبانو خبرې پیل شوې، دواړو لورو نرمښت ښودلی ښايي، اوربند وشي
د سولې له مذاکراتو باخبره او طالبانو ته نېږدې سرچینې وایي، ټاکل شوې د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې رسمیي خبرې نن شنبې د لیندۍ ۱۶ مه له سره پیل شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې سرچینې زیاتوي، چې خلیلزاد د تېرې پشنبې په شپه قطر ته رسېدلی، چې  پرون جمعه یې  له طالبانو سره خبرې نه دي کړي او ښايي نن خبرې پیل شي.

پخواني طالب چارواکي سید آکبر آغا هم دا خبره تایید کړه او ویلي ویل، چې ښايي نن د طالبانو او امریکايي لوري تر منځ خبرې په رسمي ډول پیل شي.

نوموړي جمهور خبري آژانس ته و ویل، تمه د خبرو په دې پیل کې د دواړو لورو ترمنځ د تېرو ۹ میاشتنیو مذاکراتو مصوبې هم لاسلیک شي.

سید اکبر آغا زیاته کړه، چې د دغه مصوباتو په لاسلیک سره به دایمي اوربند رامنځ ته او رسمي بین الاافغاني مذاکرات به پیل شي.

خو په وینا تر چې  د طالبانو او امریکا تر منځ د مخکنیو خبرو مصوبې لاسلیک شوې نه وي، طالبان به اوربند او بین الاافغاني خبرو ته حاضر نه شي.

بل پخواني طالب چارواکي مولوي عبدالحکیم مجاهد هم جمهور خبري آژانس ته تایید کړه، چې ښايي نن د طالبانو او امریکا تر منځ قطر کې بیا خبرې پیل شي.

هغه و ویل، چې دا به رسمي خبرې نه وي، بلکې د رسمي خبرو د پیل لپاره به زمینه برابره کړي تر څو ورو ورو رسمي خبرې هم پیل شي.

ښاغلي مجاهد ټينګار وکړ، چې په خبرو کې  د دواړو لورو له خوا نرمښت ښودل شوی او سولې ته د رسېدو په خاطر یې په پالیسیو کې نوی بدلون تر سترګو کېږي.

نوموړي زیاته کړه، چې همدې تغیراتو او نرمښتونو ته په کتو ښایي په روانه اوونۍ کې د امریکا او طالبانو تر منځ رسمي مذاکرات پیل شي.

د یادونې ده، چې  خلیلزاد قطر ته له تلو وړاندې دوه ورځې کابل کې و او له افغان ولسمشر، اجرائیه رییس او نورو افغان سیاسیون سره یې پر سوله خبرې وکړې.

ځینې سرچینې وايي، کابل ته د  خلیلزاد د داځلي سفر اصلي موخه د افغان حکومت او وسله والو طالبانو تر منځ د مخامخ خبرو پیلېدا ده.

کابل ته د خلیلزاد تر سفر لږ وروسته د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم په یوه اعلامیه کې تایید کړه، چې خلیلزاد به ډېر ژر قطر ته ولاړ شي او له طالبانو سره به د سولې مذاکرات پیل کړي.

په خبرپاڼه کې راغلي و، زلمی خلیلزاد له طالبانو سره بیا خبرې پیلوي تر ځو له طالبانو سره په افغاني مذاکراتو او اوربند یا هم د تاوتریخوالي د راکمولو پر سر هوکړې ته ورسېږي.

جمهورخبري آژانس:محمد رقیب فیاض

 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي