۰

دفاع وزارت په افغانستان کې د ترکستان اسلامي ترهګرې ډلې فعالیت تایید کړ

شنبی ۱۶ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۳۴
ملي دفاع وزارت تایید کړه، چې په افغانستان کې د ۲۰ ترهګرو ډلو په چوکاټ کې د ترکستان اسلامي په نوم ترهګره ډله هم فعالیت لري او دغه زمینه ورته طالبانو برابره کړې ده.
دفاع وزارت په افغانستان کې د ترکستان اسلامي ترهګرې ډلې فعالیت تایید کړ
ملي دفاع وزارت تایید کړه، چې په افغانستان کې د ۲۰ ترهګرو ډلو په چوکاټ کې د ترکستان اسلامي په نوم ترهګره ډله هم فعالیت لري او دغه زمینه ورته طالبانو برابره کړې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې تازه دغه وسله والې اېغور ډلې چې له القاعده سره هم نېږدې اړیکې لري یوه ویډیو خپره کړې، چې په کې یې جنګیالي ښکاري، چې په افغانستان کې جګړه کوي.

په ویډیو کې دا هم ښکاري، چې د دغه ډلې د جنګیالیو سره نیول شوې، د افغان پوځ نظامي موټر او دغه راز اېم ۱۶ او اېم ۴ وسلې هم ورسره دي.

دفاع وزارت تاییدوي، چې د ترکستان اسلامي ډله هم د هغو شلو ترهګرو ډولو په لېست کې ده، چې په افغانستان کې فعالیت کوي او  په وینا یې دغه زمینه ورته وسله والو طالبانو برابره کړې ده.

د دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان نن شنبې د لیندۍ ۱۶ مه جمهورخبري آژانس ته وویل، دغه ویډیو او تصویرونه اوسني نه بلکې د کلونو وړاندې دي.

نوموړي په افغان خاوره کې د دغه ډلې د فعالیت پخلی وکړ، خو زیاته یې کړه، چې د هغوی ترهګر فعالیتونه د جدي اندېښنې وړ نه دي، ځکه افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو سخت ځپلي او درنه مرګ ژوبله یې ورته اړولې ده.

فواد امان په افغان خاوره کې د ترهګرو ډلو د فعالیت لامل او زمینه جوړونکي وسله وال طالبان وبلل زیاته یې کړه، چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه د دغه ډلې د لمنځه وړلو لپاره امنیتي پلانونه لري.

هغه د دې  پوښتنې په ځواب کې  چې  د ترکستان اسلامي تحریک جنګیالي په کومو سیمو کې دي و ویل، هغوی کوم مشخص ځای نه لري، بلکې د خوځښت په حالت کې دي، خو تر ډېره د هېواد په شمالي برخو کې وي.

د ترکستان اسلامي تحریک دغه ویډیو ته وسله والو طالبانو هم غبرګون ښودلی او په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دا پخوانۍ ویډیوګانې  دي او د افغانستان د اسلامي امارت او ګاونډی هېواد تر منځ د بد لید په موخه خپرې شوې دي.

طالبانو په اعلامیه کې ټولو ګاونډیو، سیمې او نړۍ هېوادونو ته ډاډ ورکړي، چې د افغانستان خاوره به هېڅ کله هم د کوم هېواد پر ضد ونه کارول شي او نه هم له بل هېواد نه ورته تمه لري.

د یادونې ده، د ترکستان اسلامي تحریک ډله د چین په لوېدیځ کې د ایغور توندلارو له خوا رامنځ ته شوې، چې د اروپايي ټولنې، امریکا، برېتانیا،  روسیې او افغانستان له خوا د ترهګرې ډلې په توګه پېژندل کېږي.

جمهورخبري آژانس:محمد رقیب فیاض
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي