۰

په دوه کولونو کې ۶۲۹ پاکستاني نجونې په چنایانو خرڅې شوې دي

شنبی ۱۶ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۰۷:۵۳
پاکستان کې وروستیو څېړونو ښودلې، چې په تېرو دوه کلونو کې ۶۲۹ پاکستانۍ نجونې په چنایانو باندې د واده په نوم پلورل شوې دي.
په دوه کولونو کې ۶۲۹ پاکستاني نجونې په چنایانو خرڅې شوې دي
پاکستان کې وروستیو څېړونو ښودلې، چې په تېرو دوه کلونو کې  ۶۲۹ پاکستانۍ نجونې په چنایانو باندې د واده په نوم پلورل شوې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه څېړنه ښيي، چې یاد شمېر نجونې چین ته د واده په پلمه بېول شوې خو وروسته ځینې غیر اخلاقي کارونو ته اړویستل شوېدي.

که څه هم د دغه نجونو د قضیو څېړنې پیل شوې وې خو ویل کېږي د پاکستان د دولتي چارواکو د لاسوهنو له امله له ستونزو سره مخ او څېړونکي یې  تر سخت فشار لاندې وو.

همداراز د اکتوبر په میاشت کې د فیصل اباد یوې محکمې ۳۱ چینایان بې ګناه اعلان کړل چې د ښځو د قاچاق په تور دغې محکمې ته وړاندې شوي وو.

خو ګڼو هغو ښځو په محکمې کې په علني توګه له شاهدۍ ورکولو ډډه وکړه چې دغه کسان یې محکمې ته کش کړي وو او داسې ګونګوسي شته چې ښایي دغه میرمنې ویرول شوې وي او یا هم رشوت ورکړل شوی وي.

د دغو پیښو په غبرګون کې د پاکستان تحقیقاتي ادارې مرکزي حکومت ته د دغو ودونو په اړه د (درواغو ودونو) په نوم یو راپور هم لیږلی و.

په راپور کې د ښځو په چاقاق کې د ۵۲ چینایانو او ۲۰ پاکستاني سړیو د لاس درلودلو په اړه څیړنې شوې وې او په دغو ۵۲ چینایانو کې هغه ۳۱ کسان هم شامل وو چې د اکتوبر په میاشت کې د فیصل اباد یوې محکمې بیګناه اعلان کړي و.

د نجونو د قاچاق خبره په کال ۲۰۱۸ کې هغه وخت رسنیزه شوه چې ځینې قاچاق شوې میرمڼې له خپلو میړونو څخه د طلاق اخیستو وروسته بیرته پاکستان ته ستنې شوې او په خپلو میړونو یې عریضې وکړې.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي