۰
نړیوال بانک:

افغانستان به، د سولې تر تړون وروسته اته میلیارد ډالرو مرستې ته اړتیا ولري

پنجشنبه ۱۴ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۲۸
د نړیوال بانک تازه څېړنه او تحلیل ښي، چې افغانستان به له طالبانو سره د سولې تر احتمالي سیاسي تړون وروسته هم نړیوالو مرستو ته اړتیا ولري.
افغانستان به، د سولې تر تړون وروسته اته میلیارد ډالرو مرستې ته اړتیا ولري
د نړیوال بانک تازه څېړنه او  تحلیل ښي، چې افغانستان به له طالبانو سره د سولې تر احتمالي سیاسي تړون وروسته هم نړیوالو مرستو ته اړتیا ولري.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په دغه راپور کې راغلي، چې د سولې تر احتمالي توافق وروسته د خدمتونو د وړاندې کولو لپاره په کلني ډول له شپږ تر اته میلیارد ډالرو مرستې ته اړتیا وي.

د دغه بانک د دفتر رییس هینري کالي ویلي،د امنیت وضعیت ښه والی او د سیاسي ثبات تامین او د ولایتونو ترمنځ په مصوونه توګه تګ راتګ به په یاد هېواد کې د خصوصي سکټور پانګونې او کاري زمینو ته لار پرانیزي.

خو په وینا یې د دغه خدمتونو د وړاندې کولو لپاره به افغانستان د نړیوالو مرستو سخته اړتیا ولري او کېدای شي، د کال له شپږ تر اته میلیارد ډالره اړتیا وي.

نوموړي زیاته کړې، چې نړیواله ټولنه به د افغانستان د اړتیا پوره کولو لپاره هڅه وکړي، خو د وخت په تېرېدو سره به بېرته خپلې مرستې کمې کړي.

د هغه په وینا په سمدستي ډول د مرستو محدودول د پایدارې سولې د زیانمنېدو باعث کېږي نو دوی به هڅه وکړي چې په محتاطانه ډول خپلې مرستې راکمې کړي.

د نړیوال بانګ د دفتر رییس دغه څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې په دې وروستیو کې د سولې خبرې یو ځل بیا تودې شوې او د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد کابل ته سفر کړی او د افغان دولت له مشرانو او  یو شمېر سیاسیونو سره لیدلي دي.

ځینې سرچینې وایي، کابل ته د خلیلزاد د سفر موخه دا ده، چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ مخامخ خبرې ژر پیل شي.

په ورته وخت کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم اعلان کړی، چې خلیلزاد به ډېر ژر قطر ته ولاړ شي او له طالب استازو سره به د سولې خبرې له سره پیل او هڅه به وکړي، چې له طالبانو سره د تاوتریخوالي په کمولو او اوربند یوې موافقې ته ورسېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي