۰

هند د ګاونډیو هېوادونو مذهبي اقلیتونو ته تابعیت ورکوي

پنجشنبه ۱۴ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۵۲
د هند کابینې پرېکړه کړې، هغه مذهبي اقلیتونو ته به تابعیت ورکوي، چې په ګاونډیو هېوادونو کې له تاوتریخوالي سره مخ دي.
هند د ګاونډیو هېوادونو مذهبي اقلیتونو ته تابعیت ورکوي
د هند کابینې پرېکړه کړې، هغه مذهبي اقلیتونو ته به تابعیت ورکوي، چې په ګاونډیو هېوادونو کې له تاوتریخوالي سره مخ دي.

هند دا نه دي ویلي چې تر ډېره به دغه وګړي له کوم هېواد منل کېږي خو دا یې مشخصه کړې چې په ګاونډیو اسلامي هېوادونو کې له تاوتریخوالي سره مخ مذهبي اقلیتونه د هند تابعیت اخیستلی شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې رویټرز راپور ورکړی، چې د هند کابینې ویلي، چې په ګاونډیو اسلامي هېوادونو کې  پرتو مذهبي اقلیتونو ته به تابعیت ورکوي.

د راپور پر بنسټ دا هغه کسان وي، چې  په ګاونډیو هېوادونو کې له تاوتریخوالي او یا نورو ستونزو او توپیري چلندونو سره مخ دي.

دا لومړی ځل دی چې هند د مذهب په اساس ځینو وګړو ته د تابعیت د ورکړې پرېکړه کوي.
 
جمهورخبري آژانس:کابال
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي