۰

امریکا هم د جاپاني الااصله افغان ډاکتر ناکامورا پر وژل کېدو خواشني ښودلې

پنجشنبه ۱۴ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۳۲
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم په افغانستان کې د جاپاني الااصله افغان ډاکتر ناکامورا پر وژل کېدو خواشي ښودلې او دا یې د ټولو لپاره یوه ستره ضایعه بللې ده.
امریکا هم د جاپاني الااصله افغان ډاکتر ناکامورا پر وژل کېدو خواشني ښودلې
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم په افغانستان کې  د جاپاني الااصله افغان ډاکتر ناکامورا پر وژل کېدو خواشي ښودلې او دا یې د ټولو لپاره یوه ستره ضایعه بللې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د جنوبي اسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو و زارت مرستیالۍ آلېس ویلز ویلي، ناکامورا کلونه د افغانستان د بیا رغونې او پرمختګ لپاره کار کړی دی، چې وژل کېدل یې د ټولو لپاره ستره ضایعه ده.

نوموړي ویلي امریکا د ناکامورا پر وژل کېدو خپله ژوره خواشني ښيي او د خپلې عمرازۍ مراتب څرګندوي.

ویلز ویلي«ناکامورا په افغانستان کې خلکو ته د خدمت سمبول و او وژل کېدل یې ستره ضایعه ده.»

د یادونې ده، چې ناکامورا چې په کاکا مراد مشهور و له څه باندې دېرشو کلونو راهیسې په ننګرهار ولایت کې د زراعت او روغتیا په برخه کې  خدمات تر سره کول.

هغه د خپل کار په موده کې د ۲۷ کیلومتره کانال په کېندولو سره د ګمبیري شاړه دښته تر اوبو لاندې کړه، چې ورسره سم او سلګونه زره کسانو ته یې د کار او یوې ګولې ډوډۍ پیدا کولو زمینه برابره کړه.

نوموړي دغه راز په ننګرهار کې یو جومات هم جوړ کړ، چې په یوه وخت په کې ۸۰۰ کسان لمونځ ادا کولی شي او دغه راز یې یوه مدرسه جوړه کړه، چې ۶ سوه ماشومان په کې دیني زده کړې کولې شي.

خو ناکامورا پرون چهارشنبې د لیندۍ ۱۳ مه د ننګرهار مرکز جلال آباد ښار د درېیمې  ناحیې اړوند سیمه کې د ناپېژانده وسله والو تر برید لاندې راغی.

په دغه برید کې د نوموړي درې ساتونکي، موټر چلوونکی او یو بل کس ځای پر ځای و وژل شول خو ناکامورا ټپي شو، چې وروسته یې د سختو ټپونو له امله د بګرام په روغتون کې ساه ورکړه.

د ناکامورا وژل کېدو په نړیواله کچه غبرګونونه پارولي دي او عامه افغانان دې مسئلې سخت خواشیني کړي.

دوی په ټولنیزو رسنیو کې په دې اړه د خپلې غمرازۍ پیغامونه شریکوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي