۰

واشنګټن ایکزماینر: امریکا نیمایي سرتېري له افغانستانه وباسي

چهارشنبه ۱۳ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۴۴
واشنګټن اېکزماینر نشریې په یوه مطلب کې ویلي، امریکا په کلکه پرېکړه کړې، چې په افغانستان کې له خپلو مېشتو سرتېرو څخه به نیمايي هغه وباسي.
واشنګټن ایکزماینر: امریکا نیمایي سرتېري له افغانستانه وباسي

واشنګټن اېکزماینر نشریې په یوه مطلب کې ویلي، امریکا په کلکه پرېکړه کړې، چې په افغانستان کې له خپلو مېشتو سرتېرو څخه به نیمايي هغه وباسي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې نشریې زیاته کړې، که څه هم په افغانستان کې د جګړې شدت په اوج کې وي او نېږدې هره ورځ ځانمرګي بریدونه وي، خو امریکا دا پرېکړه کلکه کړې، چې نیمايي سرتېري به باسي.

په مطلب کې ویل  شوي دا پرېکړه به په امریکا کې د ځينو کړیو په ګټه وي خو په سیاسي لحاظ د امریکا لپاره لویه ضربه وي.

د نشریې په باور دا کار به په غیر مستقیمه توګه طالبانو ته یو ډول امتیاز ورکول وي، چې په بدل کې به یې امریکا هېڅ هم تر لاسه نه کړي او د افغانستان ټيکاو ته به زیان وروسي.

دا په داسې حال کې ده، چې وړمه ورځ د امریکا دفاع وزیر مارک اسپر هم وویل، کېدای شي له افغانستان څخه یو شمېر امریکایي سرتېري و ایستل شي، خو په وینا یې دا اړینه نه ده، چې دا کار دې د طالبانو سره د سولې د هوکړې له مخې کم کړي.

مارک اسپر لندن ته د ناټو د دفاع وزیرانو غونډه کې د ګډون لپاره تر روانېدو وړاندې له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، امریکا که لازمه وګڼله له هوکړې پرته هم دا کار کولی شي.

خو په وینا یې مهمه دا ده، چې امریکا او متحدین یې ډاډه شي، چې افغانستان به بیا د ترهګرو په ځاله نه بدلېږي.

مارک اسپر زیاته کړې، امریکا له څه وخت راپدېخوا له افغانستان څخه د خپلو سرتېرو د ایستلو په اړه هم په داخل او هم له ناټو سره خبرې کوي.

نوموړي ویلي«زه باور لرم، چې موږ کولای شو په افغانستان کې د خپلو سرتېرو شمېر راکم کړو، څو دا ډاډ تر لاسه کړو، چې دغه هېواد نور د تروریستانو لپاره خوندي ځای نه دی او هم له دغه هېواد څخه امریکا ته ګواښ نه دی متوجه، زموږ شریکانو هم د خپلو سرتېرو ایستل منلي.»

مارک سپر د افغان سولې  په اړه ویلي، اوربند ته د دواړو لوریو د درناوي له کبله تاوتریخوالی کمېدلی شي خو په وینا یې امریکايي پوځیان په افغانستان کې دوه نورو ډلو داعش او القاعدې ته هم متوجه دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 



 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي