۰
د چین سفیر:

نه غواړو افغانستان د لویو قدرتونو په جګړه کې ښکېل او زیانمن شي

چهارشنبه ۱۳ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۲۳
په افغانستان کې د چین نوي سفیر وانګ یوو ویلي، چین نه غواړي، چې افغانستان د لویو قدرتونو په جګړه کې ښکېل او یا هم زیانمن شي.
نه غواړو افغانستان د لویو قدرتونو په جګړه کې ښکېل او زیانمن شي
په افغانستان کې د چین نوي سفیر وانګ یوو ویلي، چین نه غواړي، چې افغانستان د لویو قدرتونو په جګړه کې ښکېل او یا هم زیانمن شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي یوو نن چهارشنبې د لیندۍ ۱۳ مه له خبریالانو سره خبرو کې ویلي، چې هېواد یې په افغانستان کې د سولې او ثبات غوښتونکی دی.

نوموړي زیاته کړې، چې په افغانستان کې تاوتریخوالۍ او د جګړې دوام د هېڅ لوري په ګټه نه دی او د ستونزو د حل یوازینۍ لار خبرې اترې دي.

د چین سفیر ټينګار کړی، چې هېواد یې د افغان حکومت په مالکیت او رهبرۍ د سولې د خبرو او مذاکراتو ملاتړ کوي او په دې  برخه کې همکارۍ ته چمتو دی.

سفیر وانګ یوو و ویل، چې هېواد له افغانستان سره ښې دوه اړخیزه اړیکې لري او ډېر ژر به یې د افغانستان د بحران د حل لپاره د یوې بین الاافغاني ناستې کوربه وي.

دی وايي، سره له دې چې خپله چین کې له درې میلیونه زیات وګړي د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي، خو بیا هم چمتو دی، چې د افغانستان په بیا رغونه او واقعي سولې ته د افغانانو په رسولو کې مرسته وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي