۰

ولسي جرګې د تقنني اسنادو د طی مراحل فرمان رد کړ

چهارشنبه ۱۳ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۵۹
ولسي جرګې د رایو په اکثریت سره د تقنني اسنادو د طی مراح په اړه د ولسمشر محمد اشرف غني ۱۰۶ نمبر فرمان رد کړ.
ولسي جرګې د تقنني اسنادو د طی مراحل فرمان رد کړ
ولسي جرګې  د رایو په اکثریت سره د تقنني اسنادو د طی مراح په اړه د ولسمشر محمد اشرف غني ۱۰۶ نمبر فرمان رد کړ.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه فرمان د ولسي جرګې د تقنني چارو کمېسیون له خوا د جرګې د نن ورځې چارشنبې لیندۍ۱۳ مې په غونډه کې وړاندې شو، چې د رایو په اکثریت سره رد شو.

د ولسي جرګې  د تقنني کمېسیون مشر قاضي نذیر احمد حنفي و ویل حکومت د قانون په موجودیت کې دغه فرمان صادر کړی، چې دا په واقعیت کې خپله د قانون خلاف او د دغه بنسټ د صلاحیتونو کمول دي.

نوموړي زیاته کړه، چې تقنني اسنادو د طی مراحل قانون څلور کاله وړاندې په شپږ څپرکیه او ۶۸ مادو کې تصویب او توشیح شوی و، خو حکومت په کې د ځینو نورو موادو په ځای کولو سره یو ځل بیا د یوه فرمان پر اساس نافذ کړی دی.

د هغه په وینا دغه نوی تقنني فرمان هېڅ ګټور نه دی او تقنني کمېسیون او کمېسیونو په ګډه ناسته کې څو ځلې پرې بحث شوی او رد شوی دی.

په پای کې د جرګې رییس میررحمان رحماني دغه تقنني فرمان چې ۹ څپرکیه او ۶۱ مادې یې درلودې رایې ته وړاندې کړ، چې د ۷ مثبتو رایو په ګډون په اکثریت سره رد شو.

د یادونې ده، چې د نن په غونډه کې ۱۲۶ استازو حضور درلود، چې ۱۱۹ وکیلانو دغه فرمان ته د رد رایه ورکړه.

جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي