ټاکنیزو جنجالونو ته په کتو د افغانستان د آزادو او عادلانه ټاکنو بنسټ یا فیفا وايي، د انتخاباتي بحران د حل لپاره دې بې پرې ملي او نړیوال بنسټونه را وړاندې شي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ولسمشرۍ ټاکنې څه باندې دوه میاشتې وړاندې د تلې په شپږمه تر سره شوې، چې نږدې دوه میلیونو خلکو په کې برخه واخیست خو د رایو پایې یې لا هم د کمېسیون او انتخاباتي ټکټونو تر منځ د لانجو له امله نه دي اعلان شوي.
کمېسیون ځینې انتخاباتي ټکټونه د دوی په چارو کې په غیر قانوني لاسوهنو او فشار رواوړلو تورنوي خو ټاکنیز ټيمونه بیا کمېسیون د یوه ټیم په ملاتړ، درغلیو او کمزوري مدیریت تورنوي.
ځینې انتخاباتي ټکټونه غواړي، چې تر بیا رای شمېرنې وړاندې دې د ۳۰۰ زره رایې چې د دوی په باور درغلې دي، باطلې اعلان کړي، خو کمېسیون وایي، له بیا رای شمېرنې پرته یوه رایه هم نه شي باطلولۍ.
انتخاباتي ټکټونه وايي، د دوی غوښتنه له قانون سره سمه ده، خو کمېسیون وایي، دغه انتخاباتي ټکټونه په غیرقانوني توګه ترې غواړي، چې یو شمېر رایې باطلې اعلان کړي.
د ټاکنو کمېسیون وايي، د دوی دروازې د اعتراض کوونکو پر مخ خلاصې دي خو هغوی د ستونزو د حل په موخه له کمېسیون سره خبرو ته چمتوالی نه لري.
خو ځینې ټاکنیز ټیمونه وايي، د ټاکنو کمېسیون د قانون او کړنلارو مطابق عمل نه کوي، بلکې د یوه ځانګړي ټاکنیز ټيم غوښتنې او وړاندیزونه عملي کوی.
همدې جنجالونو ته په اشارې پر ټاکنو د څار بنسټونه وایي، د ټاکنو روان وضعیت د افغانستان په ګټه نه دی او که چېرې نور هم همداسې دوام وکړي، پر ټاکنو به د خلکو باور صفر ته راټيټ کړي او بیا به څوک رایې ورکولو ته زړه ښه نه کړي.
د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ چارواکي وایي، کمېسیون او انتخاباتي ټکټونه هم له د راپورته شویو ستونزو پر حل نه دي بریالي شوي.
د یاد بنسټ ویانده سمیرا رسا
جمهور خبري آژانس ته و ویل، چې د کمېسیون غړي او معترض انتخاباتي ټکټونه یو بل په قانون ماتونې تورنوي، جوړجاړي او یو له بل سره خبرو ته چمتو نه دي.
نوموړې زیاته کړه، چې د انتخاباتي ستونزو د حل لپاره به ښه وي، بې پرې اړخونه (ملي او نړیوال څارونکي بنسټونه) راوړاندې او ستونزې حل کړي.
د هغې په وینا دا چې کمېسیون په ۲۷ ولایتونو کې د بیا رای شمېرنې پروسه بشپړه کړې دا خپله یوه ستونزه ده، ځکه د رای شمېرنې پر مهال د ځينو ټيمونو څارونکي نه و.
مېرمن رسا و ویل بله ستونزه هم په ۷ پاتې ولایتونو کې د بیا رای شمېرنې پروسه ده، نو په داسې حال کې بې پرې بنسټونه کولی شي، دغه ستونزې ته یوه اساسي حل لار راوباسي.
جمهورخبري آژانس:محمد رقیب فیاض