۰
د اسیا بنسټ تازه نظر پوښتنه:

د هېواد وضعیت ښه شوی، ۹۰ سلنه خلک سوله غواړي، ۴ سلنه له طالبانو سره خواخوږي لري

سی شنبه ۱۲ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۴۵
د اسیا بنسټ یا اېشیا فونډېشن یوه تازه سروې ښي، چې د هېواد د وضعیت د ښه کېدو په اړه د خلکو هیله مندي ډېره شوې ده او سولې ته لېواله دي.
د هېواد وضعیت ښه شوی، ۹۰ سلنه خلک سوله غواړي، ۴ سلنه له طالبانو سره خواخوږي لري
د اسیا بنسټ یا اېشیا فونډېشن یوه تازه سروې ښي، چې د هېواد د وضعیت د ښه کېدو په اړه د خلکو هیله مندي ډېره شوې ده او سولې ته لېواله دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دغه ادارې مسوولینو نن سه شنبې د لیندۍ ۱۲ مه کابل کې له خبریالانو سره د یوې ناستې په ترڅ کې د افغانستان په اړه په بېلا بېلو برخو کې د نظر پوښتنو جزیات وړاندې کړل.

په دغه سروې کې د اسیا بنسټ له ۱۸ زره کسانو سره، چې ۸۰ سلنه یې په کلیوالۍ سیمو او ۲۰ سلنه یې په ښارونو کې ژوند کوي مرکې کړې، چې ۵۰ سلنه یې ښځینه دي.

د نظر پوښتنې مرکو عمده موضوعات، امنیت، ټاکنې، حکومتولي، اقتصاد، لومړني خدمتونه، فساد، ځوانان، له طالبانو سره سوله، رسنیو ته لاسرسی، کډوالي او د ښځو ونډه او د دوی سیاسي مشارکت وو.

په دغه نظر پوښتنه کې د افغانستان ۹۰ سلنه خلکو د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې د خبرو ملاتړ کړی او ۶۴ سلنه خلک باور لري چې دا مذاکرات پایلې ته رسيدلی شي.

۷۸ سلنه خلکو ویلي، چې د سولې په اړه پوهېږي او شاوخوا ۵۰ سلنه خلکو ویلي احساس کوي،  چې د سولې په خبرو کې د دوی استازولي شوې ده.

په سوله کې باید کوم شیان وساتل شي؟ پوښتنې په ځواب کې نژدې ۵۵ سلنه خلکو ویلي، اوسنی اساسي قانون، شاوخوا ۵۴ سلنه کسانو ویلي چې مرکزي پیاوړی حکومت، ۴۶ سلنه د بیان ازادي، ۴۷ سلنه د رسنیو ازادي او شاوخوا ۱۸ سلنه خلکو د بهرنیو ځواکونو د پاتې کېدو غوښتنه کړې.

په دغه نظر پوښتنه کې ۴ سلنه خلکو له طالبانو سره خواخوږي ښودلې چې ډېر په سویل لوېدیځ، ختیځو او مرکزي ولایتونو کې دي.

دغه راز د اسیا بنسټ په تازه ارزونه کې د هغو کسانو شمېر هم ډېر شوی چې غواړي حکومت له سولې سره د یوځای شویو مخالفو وسله والو سره مرسته وکړي.

په نظر پوښتنه کې د طالبانو د جګړې کولو لامل واک ته رسېدل او د بهرنیو ځواکونو شتون بلل شوی دي.

دغه راز د ټاکنو په تړاو پوښتل شویو ۶۶ سنله کسانو ویلي، هغه ولسمشر ته به رایه ورنه کړي چې د ښځو پوهنه او روزنه له خطر سره مخ کړي او شاوخوا ۶۵ سلنه ګډونوالو له کوره بهر د ښځو پر کار کولو ټینګار کړی دی.

د دغه پوښتنې په ځواب کې چې هېواد کوم لور ته  روان دي، دغه شمېره د تېر کال په پرتله لوړه شوې، چې هېواد یې سم لوري ته روان دی او وضعیت مخ په ښه کېدو دی.

د افغانستان د تګلارې په اړه مثبت فکر په 2013 کال کې تر بل هر وخت لوړ ثبت شوی و، خو له هغې وروسته کال په کال او په 2016 کې تر ټولو کمرنګه شو.

هغه وخت د اقتصاد، ناندرییزو ټاکنو او بهرنیو ځواکونو د راکمېدا د اغېز په اړه اندېښنې ډېرې شوې وې.

 سږ کال ۳۶،۱ سلنه خلک فکر کوي چې افغانستان سم لور ته روان دی په داسې حال کې چې  تېر کال دغه کچه ۳۲،۸ سنله وه.

په دغه نظر پوښتنه کې د امنیتي وضعیت ښه کېدا، د بیارغونې دوام، د حکومتولۍ ښه کېدا، د ښځو د حقونو خوندیتوب او د اقتصادي وضعیت ښه کېدا د خلکو د هیله مندۍ مهم لاملونه دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي