۰
پیرز کزالي:

ناټو به افغانستان کې په خپل ماموریت ټینګار وکړي، طالبان باید ځینې مسایل ومني

سی شنبه ۱۲ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۵۴
د ناټو د عمومي منشي مرستیال ویاند پیرزکزالي وايي، د ناټو غړو هېوادونو مشران به د نورو مسایلو تر څنګ له ترهګرۍ سره پر ګډې مبارزې هم خبرې وکړي.
ناټو به افغانستان کې په خپل ماموریت ټینګار وکړي، طالبان باید ځینې مسایل ومني
د ناټو د عمومي منشي مرستیال ویاند پیرزکزالي وايي، د ناټو غړو هېوادونو مشران به د نورو مسایلو تر څنګ له ترهګرۍ سره پر ګډې مبارزې هم خبرې وکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې نوموړي ویلي، په دغه غونډه کې به ناټو په افغانستان کې د خپل روزنیز ماموریت په ملاتړ او دوام هم ټینګار وکړي.

د هغه په وینا د ناټو یوه هڅه دا ده، چې په افغانستان کې د داعش ډلې د فعالیت د پراختیا مخینوی وکړي او دغه هېواد یو ځل بیا د ترهګرۍ په ځاله بدل نه شي.

نوموړي دا هم ویلي، چې ناټو په افغانستان کې د سولې د هڅو ملاتړ کوي او هڅه کوي، چې طالبانو د خبرو مېز ته حاضر شي.

دی وایي، مهمه دا ده، چې طالبان په رښتینې ما د سولې د مذاکراتو لپاره حاضر شي، جوړجاړی وکړي او ځینې مسایل ومني.

د ناټو مرستیال ویاند زیاتوي، چې که داسې وشي نو د سولې د موافقې لپاره به ښه زمینه برابره شي.

د یادونې ده، چې د ناټو د غړو هېوادونو مشران سبا چهارشنبې د لیندۍ ۱۳ مه لندن کې سره راغونډ او دوه ورځې به پر یو لړ نړیوالو مسایلو خبرې اترې وکړي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم دغه غونډې ته ور روان شوی او وايي، د ناستې په څنډو کې به د بېلابېلو هېوادونو له مشرانو  سره وګوري.

جمهورآژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي