۰

جنرال دوستم: ټاکنو کمېسیون دې لومړنۍ پایلې اعلان کړي

سی شنبه ۱۲ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۵۳
د ولسمشر لومړي مرستیال او د ثبات او همپالنې ټاکنیز ټیم مهم غړي جنرال عبدالرشید دوستم ویلي، د ټاکنو کمېسیون دې د ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان کړي.
جنرال دوستم: ټاکنو کمېسیون دې لومړنۍ پایلې اعلان کړي
د ولسمشر لومړي مرستیال او د  ثبات او همپالنې ټاکنیز ټیم مهم غړي جنرال عبدالرشید دوستم ویلي، د ټاکنو کمېسیون دې د ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې جنرال دوستم دغه څرګندونې پرون دوشنبې د لیندۍ ۱۱ مه په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو له عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر او د افغانستان  له سرپرست دفاع وزیر اسدالله خالد سره تر لیدنې وروسته کړې دي.

جنرال مېلر او خالد پرون د جوزجان په مرکز شبرغان ښار کې له جنرال دوستم سره وکتل او د یو لړ مسایلو تر څنګ یې پر ټاکنو هم ورسره خبرې وکړې.

تر دغه لیدنې وروسته ښاغلي دوستم د ټاکنو د ځنډ په اړه و ویل«له دې زیات خلک مه اندېښمن کوۍ، ژر یوې نتیجې ته ورسېږۍ، ابتدايي پایلې باید کمېسیون اعلان کړي.»

نوموړي ټینګار وکړ، چئ د ټاکنو کمېسیون باید ژر تر ژره پاکې رایې له ناپاکو جلا کړي او همدغه راز د بایو مېتریک او غیر بایومېتریک رایو په اړه پرېکړه وکړه.​

د ولسمشر لومړي مرستیال جنرال دوستم دا هم و ویل، چې د ابتدايي پایلو اعلانول د کمېسیون کار دی چې د "قانون او طرزالعمل" په اساس کار کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د دوی تر همدغه ملاقات مخکې د دوستم  چې د ثبات او همپالنې ټاکنیز ټيم مهم غړی دی، پلویانو په فاریاب او تخار کې د ټاکنو د کمېسیون ضد مظاهره وکړه.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي