۰

افغان حکومت د عدلي او قضايي ارګانو د امنیت لپاره طرحه جوړي

سی شنبه ۱۲ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۳۶
امنیتي چارواکي د افغانستان د قاضیانو ، څارنوالانو او د عدلي او قضایي ارګانونو د امنیت لپاره پر یوې طرحې کار کوي.
افغان حکومت د عدلي او قضايي ارګانو د امنیت لپاره طرحه جوړي
امنیتي چارواکي د افغانستان د قاضیانو ، څارنوالانو او د عدلي او قضایي ارګانونو د امنیت لپاره پر یوې طرحې کار کوي.

د جمهورآژانس د خبر له مخې دا خبره د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمد الله محب پرون دوشنبې د لیندۍ ۱۱مه ارګ ماڼۍ کې کړې، خو نور جزییات یې نه دې ورکړي.

په ورته وخت کې له ولسمشرۍ ماڼۍ خپره شوې خبرپاڼه وايي، قاضي القضات او د سترې محکمې رئیس سید یوسف حلیم او لوی څارنوال فرید حمیدي د دوشنبې په ورځ په ارګ کې له ولسمشر اشرف غني سره د لیدو پر مهال د عدلي او قضایې ادارو د کارکوونکو د خوندیتوب غوښتنه وکړه.

خبرپاڼه د ولسمشر له قوله وایي په افغانستان کې د قانون د حاکمیت دښمنان عدلي او قضایې څانګې ته د زیان رسولو په هڅه کې دي.

دا څرګندوني داسې مهال کیږي چې په وروستیو کې د افغانستان پر قاضیانو او څارنوالانو هدفي بریدونه ډېر شوي دي او په وروستیو بریدونو کې کابو لس څارنوالانو او قضایانو ته په هدفي وژنو کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي