۰
د اروزګان چارواکي:

طالبانو دوه زده کوونکي او یو بل کس د دولت سره د همکارۍ په تور وژلي

دوشنبه ۱۱ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۱۷
سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، وسله والو طالبانو په اروزګان ولایت کې د ښوونځي دوه زده کوونکي او یو بل ولسي وګړی د دولت سره د همکارۍ په تور وژلي دي.
طالبانو دوه زده کوونکي او یو بل کس د دولت سره د همکارۍ په تور وژلي
سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، وسله والو طالبانو په اروزګان ولایت کې د ښوونځي دوه زده کوونکي او یو بل ولسي وګړی د دولت سره د همکارۍ په تور وژلي دي.

د جمهورخبري آژانس د خبر له مخې پېښه تېره شپه (د لیندۍ ۱۰مه) د اروزګان ولایت په دهراود ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.

د دهراود مرستیال امنیه قوماندان جان محمد کریمي وايي، طالبانو دشپې له یوه کور څخه درې تنه چې دوه یې د ښوونځي زده کوونکي دي را ایستلي او وژلي یې دي.

د هغه په وینا د یادو زده کوونکو یوه ورور په پولیسو کې دنده درلوده او طالبانو هم د همدې امله هغوی وژلي دي.

د دهراود ولسوال عبدالمنان علیزی هم د پېښې پخلی کوي وايي، وژل شوي کسان درې واړه ملکي وګړي دي او په دولت کې یې هېڅ ډول دنده نه درلوده.

نوموړي زیاته کړې، چې د پېښې په اړه پلټنې پیل شوې، خو تر اوسه یې  په تړاو څوک نه دي نیول شوي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي