د پخواني شوروي اتحاد پخواني ولسمشر میخایل ګورباچوف ویلي، امریکايي ځواکونه باید له افغانستان څخه ووځي، که نه د رواني جګړې په دوام سره به ټوله سیمه له ګواښ سر مخامخ شي.
د جمهورخبري آژانس د خبر له مخې ګورباچوف دغه څرګندونې له سي اېن اېن تلوېزیون سره مرکه کې کړې او له افغانستانه یې د امریکايي ځواکونو د وتلو په برخه کې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرېکړه خورا مهمه بللې ده.
د هغه په وینا په ۱۹۸۹ کال کې باید له افغانستان څخه د شوروي ځواکونو له وتلو څخه عبرت واخستل شي او امریکایي ځواکونه هم باید له دې هېواد څخه ووځي.
نوموړي ویلي« امریکا باید له افغانستان څخه ووځي او ځکه د روانې جګړې په دوام سره به ټوله سیمه له خطر سره مخامخ شي، باید په سیمه کې د څو اړخیزو رقابتونو او د یوې بلې جګړې د پیل مخنیوی وشي.»
هغه د افغانستان د سولې پروسې ته هیله مندي ښودلې او وايي، په دې اړه د امریکا د ولسمشر پرېکړه حیاتي پایلې لرلی شي.
نوموړي له افغانستان څخه د سرتېرو د ایستلو په اړه د امریکا د پرېکړې هرکلی په داسې حال کې کړی دی چې ډونالډ ټرمپ د جمعې په شپه افغانستان ته په ناڅاپي سفر کې د سولې په اړه هیله مندي ښکاره کړه او د خپلو ځواکونو د شمېر په کمولو يې ټینګار وکړ.
جمهورخبري آژانس:کابل