۰

افغانستان کې د اېډز ناروغي مخ پر زیاتېدو ده

یکشنبه ۱۰ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۱۳
د عامې روغتیا وزارت وايي، په هېواد کې په نشه د روږدو کسانو او هغه کسانو چې ناوړه جنسي اړیکې لري، منځ کې د اېډز ناورغي مخ پر زیاتېدو ده.
افغانستان کې د اېډز ناروغي مخ پر زیاتېدو ده
د عامې روغتیا وزارت وايي، په هېواد کې په نشه د روږدو کسانو او هغه کسانو چې ناوړه جنسي اړیکې لري، منځ کې د اېډز ناورغي مخ پر زیاتېدو ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د یادو وزارت مرستیال فدا محمد پیکان نن یکشنبې د لیندۍ ۱۰ مه کابل کې د اېډز سره د نړیوالې مبارزې د ورځې په لمانځ غونده کې وویل، چې په افغانستان کې د اېډز په پېښو کې زیاتوالی راغلی دی.

د نوموړي په وینا هغه ارقام چې له دوی سره ثبت شوي، ښيي، چې په هېواد کې ۲۸۰۰ کسان د اېډز په ناروغۍ اخته وي، خو زیاتوي، چې ښايي دغه شمېر زیات وي.

ځکه په خبره یې ناسم پوهاوی او هغه بد نظر چې په اېډز اخته کسانو پر وړاندې په ټولنه کې موجود دی، د اېډز پېښو د ثبت مخنیوی کوي.

نوموړي زیاته کړه، د هغه معلوماتو پر اساس چې په روغیتايي مرکزونو کې د اېډز په اړه ثبتېږي ښيي، چې دغه پېښې د ټولنې په ځینو ډلو کې د زیاتوالي په حال کې دي.

د اېډز ناروغي تر ډېره په نشه روږدو کسانو، ناوړه اړیکې لرونکو نارینه او ښځینه و او دغه راز په هغه ماشومانو کې لیدل کېږي، چې مور او پلار یې په دغه ناروغۍ اخته وي.

د عامې روغتیا وزارت هم وایي، د اېډز ناورغي تر ډېره په نشه روږدو کسانو او هغه نارینه او ښځینه وو کې دی، چې یو له بله ناوړه جنسي اړیکې لري.

د عامې روغتیا وزارت مرستیال و و یل، چې په کال ۹۷ کې د اېډز ۱۸۳ پېښې ثبت شوې په داسې حال کې چې سږ کال تر اوسه پورې ۱۵۰ پېښې ثبت شوې دي.

جمهورخبري آژانس: عبدالجلیل سروش



 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي