۰
مسلمیار:

له ټرمپ سره بګرام کې د ولسمشر غنی لیدنه د هېواد په ګټه وه

یکشنبه ۱۰ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۱۰
د مشرانو جرګې رییس فضل الهادي مسلم یار هغه نیوکو ته په غبرګون کې، چې ولسمشر غنی ولې بګرام پوځي اډه کې د امریکا له ولسمشر سره وکتل وايي، دغه لېدنه د هېواد په خیر او ګټه وه.
له ټرمپ سره بګرام کې د ولسمشر غنی لیدنه د هېواد په ګټه وه
د مشرانو جرګې رییس فضل الهادي مسلم یار هغه نیوکو ته په غبرګون کې، چې ولسمشر غنی ولې بګرام پوځي اډه کې د امریکا له ولسمشر سره وکتل وايي، دغه لېدنه د هېواد په خیر او ګټه وه.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ټرمپ د تېرې پنشنبې په ماشام کابل ته راغی او د بګرام په پوځي اده کې یې له خپلو سرتېرو سره ولیدل.

د ټرمپ له راتګ سره سم ولسمشر غني هم له هغه سره د لیدنې په موخه بګرام پوځي اډې ته ورغی او هلته یې د افغان سولې په اړه وینا وکړه.

خو د یو شمېر سیاسیون او په خواله رسنیو دغه موضوع خورا ډېره ښکته پورته کېده، چې ولسمشر غني نه باید بګرام پوځي اډې ته د ټرامپ هرکلي او لیدنې ته ورغلی واي.

ځینو د ولسمشر دغه کار د دیپلوماتیکو اصولو او سیاسي اقتدار مخالف باله او ځينو بیا ویلي، چې ټرمپ ولسمشر غني احضار کړی و.

خو د مشرانو جرګې رییس فضل الهادي مسلم یار د نن یکشنبې لیندۍ ۱۰ مې په غونډه کې و ویل، چې بګرام کې له ټرمپ د ولسمشر غني لیدنه هېڅ ستونزه نه لري، ځکه بګرام هم د افغانستان خاوره ده.

نوموړي زیاته کړه، چې ولسمشر غني هېواد د ښې ګڼې او مصلحت لپاره بګرام پوځي اډې ته ورغلی وو او هېڅ ډول ستونزه نه لری.

ښاغلي مسلم یار وايي، دغه ډول لیدنې وړاندې هم شوې ولې مهمه دا ده، چې په دې لیدنه کې هغه څه تر لاسه شوي، چې د افغانستان د خلکو په ګټه دي.

دی وایي، دا سمه ده، چې ټرمپ باید ارګ ته راغلی وای، خو د افغانستان امنیتي شرایط د ډاډ وړ نه دي او دا مساله باید په پام کې ونیول شي.

د یادونې ده، چې ولسمشر غني او ټرمپ په خپلو خبرو کې پر دې ټینګار درلود، چې له طالبانو سره سوله غواړي، خو طالبان باید لومړۍ اوربند اعلان کړي.

جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي