۰

د هلمند مارجه ولسوالۍ له ۴ کلو ځنډ وروسته افغان ځواکونو ونیوله

یکشنبه ۱۰ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۰۷:۵۳
ملي دفاع وزارت وايي، له څلور کلن ځنډ وروسته د هلمند ولایت مارجه ولسوالي د افغان ځواکونو لاس ته لوېدلې او طالبان یې ترې شړلي دي.
د هلمند مارجه ولسوالۍ له ۴ کلو ځنډ وروسته افغان ځواکونو ونیوله
ملي دفاع وزارت وايي، له څلور کلن ځنډ وروسته د هلمند ولایت مارجه ولسوالي د افغان ځواکونو لاس ته لوېدلې او طالبان یې ترې شړلي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، افغان ځواکونو له څه مودې راهیسې د یادې ولسوالۍ د نیولو عملیات پیل کړي وو.

سرچینه زیاتوي، چې د دغه عملیاتو په ترڅ کې پرون افغان ځواکونه وتوانېدل، چې یاده ولسوالۍ تر خپل کنټرول لاندې راولي او په بشپړه توګه وسله وال طالبان ترې وباسي.

دفاع وزارت وایي، د مارجې په عملیاتو کې د دغه ولسوالۍ لپاه د وسله والو طالبانو د نظامي قوماندان ملاعبدالباري په ګډون ۳۷ وسله وال طالبان وزل شوي او لسګونه نور یې ټپیان شوي دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د عملیاتو په ترڅ کې ۱۰۳ کړۍ ماینونه هم د افغان ځواکونو له خوا شنډ کړای شوي او دغه راز د طالبانو د چاودېدونکو توکو دوه ډېپوګانې او ۶ د سوق او ادارې مرکزونه هم له منځه وړل شوي دي.
 
دفاع وزارت وايي، د خپل ولس د ساتې او خاورې څخه د دفاع په خاطر به د وسله والو ډلو پر ضد د افغان ځواکونو عملیات دوام ولري.

طالبانو تر اوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلي.

دا په داسې حال کې ده، چې درې ورځې وړاندې په هلمند کې د پوځ چارواکو خبر ورکړ، چې مارجې ولسوالۍ ته غېځدلې لارې یې خلاصې کړې او د طالبانو کلابندي یې ماته کړې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي