۰
ینس سټولټنبرګ:

د ترهګرو ضد مبارزې ته دوام ورکوو، طالبان باید سولې ته خپله ژمنتیا وښيي

شنبی ۹ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۱۸
د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ د طالبانو او امريکا ترمنځ د تازه اړيکو او د سولې په تړاو د وروستيو پرمختګونو د هرکلی کړی دي.
د ترهګرو ضد مبارزې ته دوام ورکوو، طالبان باید سولې ته خپله ژمنتیا وښيي
د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ د طالبانو او امريکا ترمنځ د تازه اړيکو او د سولې په تړاو د وروستيو پرمختګونو د هرکلی کړی دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي سټولټنبرګ د بلجیم پلازمېنه بروکسل کې یوې خبري غونډې ته ویلي، چې امریکا د افغانستان د سولې پروسه کې تل له ناټو سره سلا مشورې کړې او ناټو یې د وروستیو پرمختګونو هرکلی کوي.

نوموړي زیاته کړې، چې داعش ډله په افغانستان کې له ماتې سره مخ شوې او ناټو به د دغه ډلې او نورو ترهګرو ډلو پر وړاندې خپلې مبارزې ته دوام ورکړي.

ښاغلي سټولټنبرګ ټینګار کړی، چې دوی به په افغانستان کې د داعش ډلې ته دا فرصت ورنکړي، چې یو ځل بیا سر راپورته کړي.

هغه د سولې په اړه ویلي، چې دوی په افغانستان کې د سولې د هڅو ملاتړ کوي، خو له طالبانو غواړي، چې سولې ته خپله ژمنتیا وښيي.

د ناټو عمومي منشي زیاته کړې، چې دغه سازمان به په افغانستان کې د سولې د هڅو تر څنګ د افغان ځواکونو روزنې او ملاتړ ته هم دوام ورکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي