۰
پخوانی طالب چارواکی:

طالبان اوربند ته چمتو دي، خو په دوه پړاونو کې

شنبی ۹ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۱۲
یو پخوانی طالب چارواکی مولوي قلم الدین وايي، وسله وال طالبان اوربند ته چمتو دي، خو دغه اوربند په دوه پړاونو کې کول غواړي.
طالبان اوربند ته چمتو دي، خو په دوه پړاونو کې
یو پخوانی طالب چارواکی مولوي قلم الدین وايي، وسله وال طالبان اوربند ته چمتو دي، خو دغه اوربند په دوه پړاونو کې کول غواړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د مولوي قلم الدین په وینا طالبان غواړي لومړی د دوی او امریکا تر منځ اوربند وشي او بیا د دوی او افغان حکومت تر منځ.

دغه پخواني طالب چارواکي جمهور خبري آژانس سره خبرو کې و ویل کېدای شي، د طالبانو او امریکا تر منځ رسمیي خبرې د افغان ولسمشریزه ټاکنو د پایلو تر اعلان پورې له سره پیل نه شي.

دغه راز هغه ټینګار وکړ، چې طالبان اوربند غواړي، خو په وینا یې دغه اوربند تر هغې پورې ناشونۍ دي، تر چې امریکا له طالبانو سره د ۹ میاشتونو خبرو مصوبات لاسلیک کړي نه وي.

نوموړي و ویل، طالبان اوربند ته چمتو دي، خو هغه وخت چې امریکا ورسره مخکني مصوبات لاسلیک کړي او وروسته له هغې به د طالبانو او امریکا تر منځ اوربند اعلانېږي.

د ښاغلي قلم الدین په وینا د امریکا او طالبانو تر منځ اوربند سره سم د طالبانو او افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو تر منځ اوربند نه اعلانېږي او دا اوربند به هغه مهال اعلان شي، چې لومړی د دواړو لورو تر منځ رسمي بین الاافغاني مذاکراتو کې توافق ته سره ورسېږي بیا به اوربند اعلانېږي.

دغه پخواني طالب چارواکي د دې پوښتنې په ځواب کې، چې کله به د امریکا او طالبانو تر منځ تړون لاسلیک شي او کله به بین الاافغاني رسمي مذاکرات پیل شي و ویل«اوس د هېواد سیاسي ثبات نورمال نه دی، په همدې خاطر امریکا او طالبان د ولسمشرۍ ټاکنو د پایلو اعلان ته منتظر دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو یوه برحاله چارواکي هم ویلي کله چې د امریکا او طالبانو تر منځ مخکنی توافق لاسلیک شي ورسره سم به اوربند هم اعلان شي.

دغه طالب چارواکي هم ویلي، چې له افغان ځواکونو سره به د اوربند موضوع په بین الاافغاني خبرو کې وڅېړل شي.

دا په داسې حال کې ده، چې ولسمشر غني او ولسمشر ټرمپ د تېرې پنشنبې په شپه د بګرام په هوايي اډه کې د لیدنې پر مهال ټینګار کړي، چې که طالبان رښتیا هم سوله غواړي نو لومړۍ باید اوربند ته غاړه کېږي او اوربند وکړي.

جمهورخبري آژانس:محمدرقیب فیاض
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي