۰
حوا علم نورستاني، د ولسمشرۍ نوماندانو ته!

اجازه راکړی په ۷ پاتې ولایتونو کې بیا رای شمېرنه وکړ، په غیر قانوني توګه د رایو د باطلېدو غوښتنه مه کوۍ

پنجشنبه ۷ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۳۵
د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشرې حوا علم نورستاني په هغه انتخاباتي ټکټونو او نوماندانو غږ وکړ، چې کمېسیون ته په ۷ پاتې ولایتونو کې هم د ولسمشرۍ ټاکنو د بیا رای شمېرنې اجازه ورکړي.
اجازه راکړی په ۷ پاتې ولایتونو کې بیا رای شمېرنه وکړ، په غیر قانوني توګه د رایو د باطلېدو غوښتنه مه کوۍ
د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشرې حوا علم نورستاني په هغه انتخاباتي ټکټونو او نوماندانو غږ وکړ، چې کمېسیون ته په ۷ پاتې ولایتونو کې هم د ولسمشرۍ ټاکنو د بیا رای شمېرنې اجازه ورکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې مېرمن نورستاني چې نن پنشنبې د لیندۍ ۷ مه یوه خبري ناسته کې خبرې کولې و ویل، چې کمېسیون په ۲۶ ولایتونو کې د بیا رای شمېرنې پروسه په بشپړه توګه پای ته رسولې او معلومات یې مرکز ته د جدول بندۍ لپاره رارسېدلي دي.

مېرمن نورستاني زیاته کړه، چې په یوه ولایت کې اوس هم د بیا رای شمېرنې پروسه په نورمال شکل دوام لري، خو په ۷ ولایتونو کې لا هم د ځينو نوماندانو او انتخاباتي ټکټونو د اعتراضونو له امله دغه بهیر نه دی پیل شوی.

نوموړې زیاته کړه، چې د راپوروته شویو ستونزو په اړه یې د انتخاباتي ټکټونو او نوماندانو له استازو او ناظرینو سره د نړیوالو ناظرینو پر وړاندې تر ۱۰۰ زیاتې جلسي کړې، خو تر اوسه دغه ستونزه نه ده حل شوې.

د تاکنو کمېسیون مشرې ټینګار وکړ، چې دوی په بشپړه توګه بې پرې دي او په هر ډول شرایطو کې دې ته چمتوالی لري، چې د ستونزو د حل په موخه له نوماندانو او د هغوی له استازو سره خبرې وکړي او خبرو ته یې غوږ شي.

خو په وینا یې ځینې نوماندان او ټاکنیز ټيمو د ټاکنو کمېسیون څخه د قانون خلاف د یو شمېر رایو د باطلېدو غوښتنه کوی، چې په وینا یې دا کار د ټاکنو د قانون، لوایحو او کړنلارو خلاف عمل دی.

د مېرمن نورستاني اشاره هغه ۳ سوه زره رایو ته ده، چې د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټیم او ځينې نور انتخاباتي ټیمونه یې د باطلېدو غوښتونکي دي.

دغه ټاکنیز ټيمونه وایي، کمېسیون دې لومړی سپنیې او تورې رایې سره بېلې او وروسته دې د بیا رای شمېرنې پروسه پیل کړي.

خو د ټاکنو کمېسیون مشره وایي، دوی د د ټاکنو د قانون، او کمېسوین د لوایحو او کړنلارو سره سم خپل کارونه تر سره کړي او تر سره کوي یې.

نوموړې و ویل، کمېسیون څنګه کولی شي د هغه خلکو رایې، چې په واقعي توګه یې د بایومتریک سیستم سره سم رایې یې کارولې، خو ځينې تخنیکي ستونزې په کې رامنځ ته شوې، باطلې اعلان کړي.

د هغې په وینا که چېرې دغه رایې باطلې وي، نو ولې د نوماندانو او انتخاباتي ټکټونو نظارینو په فورمو کې امضا کړې او دغه رایې یې سمې بللې دي.

مېرمن نورستاني و ویل، چې کمېسیون په ټوله مانا بې پرې دی، د هېچا تر اغېز لاندې نه دی او نه هم چا ته دا اجازه ورکوی، چې پر کمېسیون فشار راوړي.

هغې و ویل«موږ د قانون، لوایحو او کړنلارو مطابق کار کړی او روان کړی، له ټولو نوماندانو او انتخاباتي ټکټونو غواړو، چې موږ خپل کار ته پرېږدي، د ټاکنو ټول ښکېل اړخونه باید دا درک کړي او له موږ په غیر قانوني توګه د رایو د باطلولو غوښتنه ونه کړي.»

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون مشرې ټینګار وکړ، چې دوی ته یوازې بایومتریک رایې د اعتبار وړ دي او د همدغه رایو پر بنسټ به ډېر ژر د ټاکنو پایلې اعلان کړي.

نوموړې له نوماندانو او انتخاباتي ټکټونو دا غوښتنه هم وکړه، چې کمېسیون ته په ۷ پاتې ولایتونو کې د بیا رای شمېرنې پروسه پیل کړي.

د هغې په وینا دا چې کمېسیون ته بایومتریک رایې د اعتبار وړ دي او که چېرته کمېسیون ته د رایو د بیا شمېرنې اجازه ورنه کړل شي، نو کمېسیون څنګه کولی شي، چې بایومتریک او غیر بایومتریک رایې سره بېلې کړي.

 نوموړې یو ځل بیا په هغه نوماندانو او انتخاباتي ټکټونو چې د بیا رای شمېرنې سره مخالف دي او تر اوسه یې په ۷ ولایتونو کې اجازه نه ده ورکړې غږ وکړ، چې کمېسیون خپل کار ته پرېږدي، معلومه کړي، چې په دغه محلونو کې څومره رایې بایومتریک او څومره غیربایومتریک دي.

د ټاکنو خپلواک کمېسون مشرې و ویل، که چېرې نوماندان اجازه ورکړي نو کمېسیون به د پاتې محلونو د بیا رای شمېرنې تر بشپړېدو وروسته اعلان کړي، چې څومره رایې معتبرې او څومره باطلې دي.

مېرمن نورستانی ټینګار وکړ، چې که نوماندان په ۷ ولایتونو کې د بیا رای شمېرنې اجازه ورکړي او هلته دا پروسه بشپړه شي، د ټاکنو کمېسیون به ډېر ژر د ولسمشرۍ ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي