۰
امریکا:

افغانستان د داعش ضد مبارزه کې د رښتیا پرمختګ کړی دی

پنجشنبه ۷ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۰۸
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، افغانستان د داعش ډلې پر ضد مبارزه کې په ریښتینې توګه پرمختګ کړی او دغه ډله یې ځپلې ده.
افغانستان د داعش ضد مبارزه کې د رښتیا پرمختګ کړی دی
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، افغانستان د داعش ډلې پر ضد مبارزه کې په ریښتینې توګه پرمختګ کړی او دغه ډله یې ځپلې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دا خبره د جنوبي او مرکزي آسیا لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالۍ په خپله ټوېټر پانه لیکلې ده.

په دغه ټوېټ کې لیکل شوی په افغانستان کې د داعش ډلې د خراسان څانګې پر ضد عملیات د دې لامل شوی، چې زیات شمېر داعش جنګیالي له خپلو کورنیو سره افغان امنیتي ځواکونو ته تسلیم شي.

په ټوېټ کې ویل شوي« په افغانستان کې د داعش پر ضد عملیاتو کې "ریښتینی پرمختګ" شوی خو موږ باید وېښ واوسو.»

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ټینګار کړی، چې دوی په افغانستان کې د داعش ډلې د خراسان څانګې تر بشپړې ماتې پورې له افغان حکومت سره همکاریو ته ژمن دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دغه اعلان پر داسې مهال کوي، له تېرې یوې میاشتې راهیسې په ننګرهار په ځانګړي ډول د دغه ولایت په اچین ولسوالۍ کې د داعش پر ضد پراخ عملیات پیل شوي دي.

د دفاع، کورنیو چارو سرپرست وزیران او په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال مېلر هم پرون ننګرهار ته تللي او هلته یې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د سرښندونو ستانیه کړې ده.

د دفاع وزارت د معلوماتو له مخې د تېرې یوې میاشتې راهیسې د افغان ځواکونو د عملیاتو او پوځي فشار په نتیجه کې داعش ته نه یوازې درنه مرګ ژوبله اوښتې، بلکې تر ۱۰۰۰ پورې جنګیالي یې د کورنیو له غړو سره یو ځای افغان ځواکونو ته تسلیم شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي