۰
د امریکا د پوځ لوی درستیز:

د افغان سولې چانس د بل هر وخت په پرتله زیات شوي، ډېر ژر به خبرې پیل ښي

پنجشنبه ۷ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۱۴
د امریکا د پوځ لوی درستیز جنرال مارک میلي وايي، د افغان سولې چانس د بل هر وخت په پرتله زیات شوی او ډېر ژر به له طالبانو سره د سولې مذاکرات پیل شي.
د افغان سولې چانس د بل هر وخت په پرتله زیات شوي، ډېر ژر به خبرې پیل ښي
د امریکا د پوځ لوی درستیز جنرال مارک میلي وايي، د افغان سولې چانس د بل هر وخت په پرتله زیات شوی او ډېر ژر به له طالبانو سره د سولې مذاکرات پیل شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې جنرال میلي، چې پرون چهارشنبې د لیندۍ ۶ مه کابل ته راغلی د طالبانو سره په نېږدې راتلونکې کې د کمیابه مذاکراتو هیله څرګنده کړې ده.

نوموړي له خبریالانو سره خبرو کې ټینګار کړی، چې د افغانستان د سولې خبرو د کمیابېدو چانس د پخوا په پرتله زیات شوی او په نېږدې راتلونکې کې امکان لري.

هغه په خپلو خبرو کې ویلي« زما په فکر د سولې د خبرو نه د مثبته نتایجو چانس د پخوا په پرتله زیات دی او زه په افغانستان کې د تیرو ١٨ کلونو نه ښکیل یم، د لږې خوشبختۍ سره، مونږ به په لرې نه بلکه په نږدې راتلونکي کې کامیابه مذاکرات وکړو.»

خو زیاته کړې یې ده، چې په حقیقي ډول یوې مثبتې نتیجې ته د رسېدو لپاره کار پاتې دی.

جنرال میلي دغه څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې له تېرو څو ورځو راهیسې د خلیلزاد او طالب استازو تر منځ قطر کې پټې خبرې روانې وې.

پخواني طالب چارواکي سید آکبر آغا پرون جمهور خبري آژانس ته و ویل، چې د امریکا او طالبانو تر منځ په دې خبرو کې ټول اختلافي ټکي حل شوي او خلیلزاد بېرته واشنګټن ته تللی، تر څو د مخکنیو توافقانامو د لاسلیک، د بین الافغاني خبرو د پیل او اوربند نېټه معلومه کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي