۰

کندزو کې ماین چاودنې ۱۵ تنه ملکی وګړي وژلي دي

پنجشنبه ۷ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۰۰
کورنیو چارو وزارت وايي، کندوز ولایت کې د سړک د غاړې په ماین چاودنه کې ۱۷ تنو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
کندزو کې ماین چاودنې ۱۵ تنه ملکی وګړي وژلي دي
کورنیو چارو وزارت وايي، کندوز ولایت کې د سړک د غاړې په ماین چاودنه کې ۱۷ تنو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پېښه پرون چهارشنبې د لیندۍ ۶ مه ماښام مهال د کندوز ولایت د امام صاحب ولسوالۍ په امام الدین څلور لاري کې شوې ده.

د کورنیو چارو وزارت وايي، دغه کسان د واده مراسمو ته روان و، چې په یاده سیمه کې یې پر موټر د سړک د غاړې خښ شوي ماین چاودنه کړې ده.

سرچینې زیاته کړې، چې په دغه چاودنه کې پنځلس تنه ملکي وګړو خپل ژوند له لاسه ورکړی او دوه نور ټپیان شوي دي.

کورنیو چارو وزارت زیاتوی، چې په وژل شویو کسانو کې ښځې او ماشومام هم شامل دي.

وزارت دغه کار د طالبانو بللی، خو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي