۰

نړیوال بانک افغانستان ته د ګازو د استخراج لپاره ۵۲ میلیون ډالر ورکوي

چهارشنبه ۶ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۳۵
نړیوال بانک له افغانستان سره د ګازو د استخراج د یوې پروژې لپاره د ۵۲ میلیون ډالره مرستې اعلان وکړ.
نړیوال بانک افغانستان ته د ګازو د استخراج لپاره ۵۲ میلیون ډالر ورکوي
نړیوال بانک له افغانستان سره د ګازو د استخراج د یوې پروژې لپاره د ۵۲ میلیون ډالره مرستې اعلان وکړ.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه بانګ ویلي، غواړي د افغانستان په شمال کې د طبیعي ګازو د استخراج په مرسته د برېښنا د تولید دوامداره ملاتړ وکړي.

کابل کې د نړیوال بانک مشر هنري کرالي زیاته کړې، چې خپلې مالي او تخنیکي مرستې به د شبرغان – مزار شریف د ګازو د نللیکې، د سلفرو د تصفیې فابریکې جوړولو لپاره ونه سپموي.

هغه ویلي« د افغانستان د ګازو د پروژې بشپړېدل له افغانستان سره زموږ د اوږدمهالو ژمنو یوه برخه ده تر څو افغانانو ته ډاډمنه، ارزانه او پایداره انرژي برابره شي.»

د یادونې ده، چې نړیوال بانک د روان کال په میزان میاشت کې هم ۹۸ میلیونه او اته سوه زره امریکايي ډالر په افغانستان کې د انرژۍ سکټور دوه پروژو لپاره د مرستې په ډول اعلان کړي وو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي