د بهرنیو چارو وزارت وايي، د افغانستان په اړه د استانبول غونده به راتلونکې میلادي میاشت جوړه شي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دا خبر د یاد وزارت ویاند ګران هېواد نن سه شنبې د لیندۍ ۵ مه کابل کې د یوې خبري غونډې پر مهال ورکړ.
نوموړي و ویل، ټاکل شوې راتلونکې میلادي میاشتې په ۸ مه نېټه د افغانستان په اړه د استانبول پروسې کنفرانس ترکیه کې جوړ شي.
په ورته وخت کې ګران په بهرینو چارو وزارت کې د پراخو اصلاحاتو خبر ورکړ ویې ویل، چې کارونه په پوره چټکۍ روان دي او ډېر ژر به په بېلو برخو کې د مهمو پرمختګونو شاهدان وو.
ده زیاته کړه، چې په وروستیو اونیو کې پنځه هغه سفیران او مرستیالان یې له بهرنیو هېوادونو رابلل شوی چې د کار موده یې پوره شوې وه خو لا یې دندې ته ادامه ورکوله.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند ټینګار وکړ، چې د وزارت نوې رهبري د ولسمشر په لارښوونه داصلاحاتو راوستو ته ژمنه ده.
جمهورخبري آژانس:کابل