۰
د بشري حقونو خپلواک کمېسیون:

حکومت دې د لوګر دوه مدني فعالان خوشي کړي

سی شنبه ۵ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۴۰
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون هم له افغان حکومت څخه وغوښتل، چې د لوګر ولایت دوه مدني فعالان ژر تر ژره خوشي کړي.
حکومت دې د لوګر دوه مدني فعالان خوشي کړي
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون هم له افغان حکومت څخه وغوښتل، چې د لوګر ولایت دوه مدني فعالان ژر تر ژره خوشي کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه کمېسیون نن سه شنبې د لیندۍ ۵ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي د امنیتي ځواکونو له خوا د احسان الله حمیدي او موسی محمودي نیول د ټولو قوانینو نقض دی او حکومت باید په دې اړه اقدام وکړي.

د بشري حقونو خپلواک کمیسیون له حکومت دا هم غوښتي چې د یادو کسانو د خوندیتوب او سلامتیا په اړه ډاډ ورکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ملګرو ملتونو د بښنې نړیوال سازمان هم له افغان حکومته غوښتی، چې دغه دوه مدني فعالان ژر تر ژره خوشي کړي.

دغه سازمان په یوه خبرپاڼه کې ویلي د لوګر دوه مدني فعالانو په دغه ولایت کې د ماشومانو له جنسي ځورونې پرته پورته کړې وه، اوس د افغانستان د ملي امنیت ادارې نیولي دي.

سرچینه زیاتوي، موسی محمودي او احسان الله حمیدي د اروپايي ټولنې له سفیر سره د لیدنې لپاره روان و چې د ملي امنیت له خوا ونیول شول.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې افغان ځواکونه دې مدني فعالانو ته درناوی وکړي او ژر تر ژره دې دغه دوه کسان له بند څخه آزاد کړي.

د دې سازمان خبرپاڼه زیاتوي، چې په لوګر کې د ځینو مشخصو کړیو له لوري دغه ډول کړنې ترسره کېږي او په پلان شوې توګه یې د بشر حقونه تر پښو لاندې کړي چې یادو کسانو یې له کړنو پرده پورته کړې ده نو حکومت یې باید حقوق خوندي کړي.

د افغانستان ملي امنیت ویلي ډېر ژر به په دې اړه خپل دریځ روښانه کړي، خو یوې امنیتي سرچینې ویلي، دغه کسان د ملي امنیت له خوا ځکه نیول شوي او ساتل کېږي، چې ژوند ته یې ګواښ وو.

د یادونې ده، چې د لوګر د مدني ټولنې رییس موسی محمودي څو ورځې وړاندې له ځينو رسنیو سره هغه تحقیقات شریک کړي و چې پکې ادعا شوې د لوګر په شپږو ښوونځیو کې له ۵۴۶ نارینه زده کوونکو ناوړه جنسي استفاده شوې ده.

نوموړي دا ادعا هم کړې وه، چې په دې ناوړه استفاده کې ښوونکي هم ښکېل دي، خو وروسته له خپلو خبرو منکر شو او ویلي و، چې خبرې یې تحریف شوې دي.

ده ویلي، چې ۵۴۶ په جنیسي توګه ځورول شوي نه و، بلکې د ماشومانو د جنسي ځورونې په اړه له دې شمېر کسانو سره مرکه شوې وه او د جنسي ځورونې په اړه ترې پوښتنې شوې وې.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي