۰

ننګرهار:د دوه ترکانو په ګډون ۶۲ داعشیان افغان حکومت ته تسلیم شوي

سی شنبه ۵ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۱۶
سیمه ییز چارواکي وایي، دا ځل په ننګرهار ولایت کې د دوه ترکانو او ۳۰ پاکستانیانو په ګډون ۶۳ داعش جنګیالي افغان ځواکونو ته تسلیم شوي دي.
ننګرهار:د دوه ترکانو په ګډون ۶۲ داعشیان افغان حکومت ته تسلیم شوي
سیمه ییز چارواکي وایي، دا ځل په ننګرهار ولایت کې د دوه ترکانو او ۳۰ پاکستانیانو په ګډون ۶۳ داعش جنګیالي افغان ځواکونو ته تسلیم شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د چارواکو په وینا دغه داعشیان پرون دوشنبې د لیندۍ ۴ مه د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کې افغان ځانګړو ځواکونو ته تسلیم شوي دي.

د اچین ولسوال تمیم عارف وایي، ټولټال ۶۲ داعش جنګیالي افغان ځواکونو ته تسلیم شوی، چې ۳۰ تنه یې پاکستان او دوه ته یې د ترکیې وګړي دي.

د ولسوال په وینا وروسته له هغې چې افغان ځواکونو اچین کې د داعش ضد عملیات پیل کړي پر دغه ډله کړۍ تنګه شوې او حکومت ته تسلیمېږي.

ولسوال وایي، تسلیم شویو داعشیانو له ځان سره خپل کلاشنکوفونه، تومانچې او نور جنګي تجهیزات هم افغان ځواکونو ته تسلیم کړي دي.

د ترکي او پاکستاني داعشیانو په ګډون د داعش دغه ۶۲ کسیزه ډله په داسې حال کې افغان ځواکونو ته تسلیم شوې، چې وړمه ورځ هندي رسنیو د لوړ پوړو افغان استخباراتي چارواکو له قوله راپور وکړ، چې په اچین کې د اته سوه زیاتو تسلیم شویو داعشیانو په منځ کې ۱۰ هندي وګړي هم دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي