۰
یوناما:

له ښځو سره د تاوتریخوالي د عاملینو د مجازاتو معافیت دې ختم شي

دوشنبه ۴ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۴۰
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یا یوناما پر افغان حکومت غږ کړي، چې د ښځو پر وړاندې د جنسي او جنسیتي تاوتریخوالي لپاره هڅې ګړۍ کړي.
له ښځو سره د تاوتریخوالي د عاملینو د مجازاتو معافیت دې ختم شي
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یا یوناما پر افغان حکومت غږ کړي، چې د ښځو پر وړاندې د جنسي او جنسیتي تاوتریخوالي لپاره هڅې ګړۍ کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یوناما دغه راز ویلي افغان حکومت باید د ښځو پر وړاندې د جنسي او جنسیتي تاوتریخوالي د تر سره کوونکو د «معافیت» له منځه وړلو په برخه کې نورې هڅې هم وکړي.

دغه ادارې نن دوشنبې د لیندۍ ۴ مه د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د پای ته رسېدو د ورځې په مناسبت خپره کړې اعلامیه کې زیاته کړې که څه هم په افغانستان کې د ښځو د حقونو په برخه کې کارونه شوي، خو دا بسنه نه کوي.

یوناما ویلي د جنسي او جنسیتي معافیت په اړه چې «زبرزنا، ځورونه او کړونه هم پکې راځي باید پای ته ورسېږي او حکومت باید په دې برخه کې نور اقدامات هم وکړي.

په خبرپاڼه کې د یوناما د مشر تدامیچي یماموتو له قوله ویل شوي د جنسیت پر بنسټ ولاړ تاوتریخوالي عادي والی زیاتېدل باید پای ته ورسېږي.

نوموړي زیاته کړې، چې د جنسي او جنسیتي تاوتریخوالي په وړاندې جدي مبارزه له دوامداره پرمختیا او سولې په برخه کې د افغانستان لپاره مهمه ده.

یوناما وایي، دغه ډول تاوتریخوالی د ښځو بشري حقونه اغېزمنوي او هغوی ته د پېغور، تبعیض او روحي ځورېدنې لامل ګرځي.
 
په ورته وخت کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ښځو چارو ادارې استازې، الیتا میلر هم ویلي، ګڼ شمېر افغان مېرمنې لاهم د نابرابرۍ ترڅنګ له بشري حقونو څخه په پراخه کچه سرغړونې او دوامداره تاوتریخوالی تجربه کوي.

یوناما پر داسې مهال له ښځو سره د تاوتریخوالي پر پای ته رسېدو ټینګار کوي، چې دوه ورځې وړاندې د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون راپور ورکړ، چې سږ کال په افغانستان کې له ښځو سره د تاوتریخوالي په پېښو کې ۸.۲ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي