۰

سنا: تمه ده د غني او ټرمپ لیدنه د سولې سره مرسته وکړي

یکشنبه ۳ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۵:۰۲
مشرانو جرګې هیله وښوده، چې د ټرمپ په بلنه به واشنګټن ته د ولسمشر غني سفر او له ټرمپ سره لیدنه به یې د افغانستان د سولې لپاره ګټور تمام شي.
سنا: تمه ده د غني او ټرمپ لیدنه د سولې سره مرسته وکړي
مشرانو جرګې هیله وښوده، چې د ټرمپ په بلنه به واشنګټن ته د ولسمشر غني سفر او له ټرمپ سره لیدنه به یې د افغانستان د سولې لپاره ګټور تمام شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ولسمشر ټرمپ دوه ورځې وړاندې له ولسمشر غني سره پر سولې او د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په پرمختګ خبرې کړې وې.

دواړو لورو په دغه تلېفوني مکالمه کې ټینګار کړی و، چې د سولې خبرو د پیل لومړۍ شرط باید اوربند وي او ټرمپ ویلي و، چې افغان حکومت باید سر له همدا اوسه د سولې خبرو کې ورګډ او په مدیریت یې خبرې مخ ته ولاړې شي.

همدې ته په کتو مشرانو جرګې تمه وښوده، چې واشنګټن ته د ښاغلي غني سفر او له ټرمپ سره لیدنه به یې وکولی شي، چې د سولې پروستې ته ګټوره تمامه شي.

خو ټینګار یې وکړو چې دغه سفر او لیدنه نه باید د دوه امریکايي استادانو د خوشي کېدو په برخه کې د ولسمشر غني څخه په تشریفاتي یادونې پای ته ورسېږي.

د سنا غړي کامل بېک حسیني و ویل«تمه ده د ټرمپ په بلنه واشنګټن ته د ولسمشر غني سفر او لیدنه په افغانستان کې د جګړې پر پای ته رسېدو او سولې ټنګښت لپاره ګټوره تمامه شي.»

نوموړي و ویل، که چېرې دغه سفر او لیدنه یوازې د تشریفاتو لپاره وي، نو د افغانستان د ولس لپاره به هېڅ ګټه ونه لري.

ښاغلي بېک حسنیي ټینګار وکړ، چې د افغانستان د خلکو غوښتنه او تمه د جګړې پای ته رسېدل او د سولې ټنښګت دي، چې همدې ته په کتو دواړه مشران باید د سولې په اړه جدي تصمیمونه ونیسي.

د جرګې بل غړي محمد رحیم حسنیار هم و ویل، چې له ولسمشر غني نه د ټرمپ دعوت د حکومت ملاتړ ته زیات سیاسي غرور ورکړی او دا خپله د سولې له پروسې سره مرسته کولی شي.

نوموړي هم تمه وښوده، چې دغه سفر او لیدنه به په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسېدو او سولې او ثبات د ټنګښت لپاره ګټوره تمامه شي.

ده و ویل، چې امریکا هم په افغانستان کې له ۱۸ کلنې جګړې نوره ستړې شوې او هڅه کوي، چې له افغانستان څخه په باعزته توګه ووځي او په دې هېواد کې د خلکو د غوښتونو سره سم سوله او ثبات رامنځ ته شي.

هغه د هېواد سیاسیون ته په خطاب کې و ویل، چې هر قدم باندې به یې تاریخ قضاوت وکړي، نو ځکه باید د سولې په پرخه کې په پوره احتیاط او ځیرکتیا سره ګام اوچت کړي.

د جرګې لومړي مرستیال محمد علم ایزدیار بیا پر دې ټینګار درلود، چې په هېواد کې د تل پاتې او باعزته سولې د رامنځ ته کېدو لپاره د تاوتریخوالي کمول اړین دي.
 
جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي