۰
مشرانو جرګه:

هدفي وژنې زیاتې شوې،استخباراتي ارګانونه ضعیف عمل کوي

یکشنبه ۳ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۳۸
مشرانو جرګې د هېواد په لویو ښارونو کې د هدفي وژنو او ترورونو پر زیاتېدو اندېښنه وښوده او په دې برخه کې یې کشفي او استخباراتي ارګانونه په کمزوری تورن کړل.
هدفي وژنې زیاتې شوې،استخباراتي ارګانونه ضعیف عمل کوي
مشرانو جرګې د هېواد په لویو ښارونو کې د هدفي وژنو او ترورونو پر زیاتېدو اندېښنه وښوده او په دې برخه کې یې کشفي او استخباراتي ارګانونه په کمزوری تورن کړل.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د مشرانو جرګې لومړي مرستیال محمد علم ایزدیار د نن یکشنبې لیندۍ ۳ مې په عمومي غونډه کې، کابل کې د سیاسي شنوونکي وحید مژده او کندهار کې د امنیه قوماندانۍ د کشف او استخباراتو امر وژنې ته په اشارې و ویل، چې د کابل او کندهار تر څنګ د هېواد په لویو ښارونو کې هدفي وژنې زیاتې شوې دي.

نوموړي و ویل څه ډول امکان لري، چې د کابل په تر ټولو امن سیمه کې ترهګرو له بې غږه تومانچو په ګټې سره یو کس و وژني او دغه کار د خلکو اندېښنې زیاتې کړې دي.

ښاغلي ایزدیار ټینګار وکړ، چې کشفي او استخباراتي ارګانونه باید د دغه ډول کړنو عاملین په نښه او د قانون منګولو ته یې وسپاري تر څو د خلکو اندېښنې لرې شي.

سناتوران وایي، د هدفي وژنو د زیاتېدو یو تر ټولو ستر لامل دا دی، چې تر پېښې وروسته جدي څېړنې نه دي شوې او عامیلین یې نه دي مجازات شوي.

د جرګې غړي عرفان الله عرفان په کابل او نورو لویو ښارونو کې د هدفي وژنو د زیاتېدو لامل د کشفي او استخباراتي ارګانونو کمزوری فعالیت وښود ویې ویل، استخباراتي کمزورتیا د خلکو د ناهیلې سبب شوې ده.

بل خوا د جرګې غړو د ښځو سره د تاوتریخوالي زیاتېدو باندې هم اندېښنه وښوده ویې ویل، چې د دغه تاوتریخوالي دوام به کورنۍ له نشت سره مخ کړي.

دوی له اړونده دولتي بنسټونو څخه جدي غوښتنه وکړه، چې د ښځو سره د تاوتریخوالي د مخنیوي په برخه کې باید جدي اقدامات وکړي.

د مشرانو جرګې لومړي مرستیال په دې برخه کې مسوولو بنسټونو نیوکه وکړه ویې ویل سره له دې چې افغان دولت او نړیواله ټولنه له ښځو سره د تاوتریخوالي د مخینوي په برخه کې ځان ژمن ښيي، خو دوی نه پوهېږي، چې د ښځو چارو وزارت او د بشري حقونو کمېسیون په څه کار بوخت دي، چې تاوتریخوالی زیات شوی دی.

ښاغلي ایزد یار ټینګار وکړ، چې ټول بنسټونه په ځانګړي ډول اړوند بنسټونه باید د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخینوي په برخه کې جدي اقدامات وکړي، او تدابیر ورته ونیسي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د بشري حقونو کمېسیون چارواکو په یوه خبري ناسته کړې و ویل، چې سږ کال د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالي کې ۸.۲ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني
 

 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي