۰

تر دوه کلونو پورې به د افغانستان صادرات ۲ میلیارد ډالرو ته ورسېږي

یکشنبه ۳ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۰۲
د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، د صاراتو د زیاتولو لپاره د حکومت هڅو مثبته پایله ورکړې او تر راتلونکو دوه کلونو پورې به د هېواد صادارت ۲ میلیارد ډالرو ته ورسېږي.
تر دوه کلونو پورې به د افغانستان صادرات ۲ میلیارد ډالرو ته ورسېږي
د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، د صاراتو د زیاتولو لپاره د حکومت هڅو مثبته پایله ورکړې او تر راتلونکو دوه کلونو پورې به د هېواد صادارت ۲ میلیارد ډالرو ته ورسېږي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه څرګندونې د یاد وزارت سرپرست اجمل احمدي نن یکشنبې د لیندۍ ۳ مه کابل کې د کرنیز پرمختګ تر عنوان لاندې کنفرانس کې د وینا پر مهال وکړې.

نوموړي د صادراتو د زیاتېدو په برخه کې هیله مندي وښوده او ویې ویل، چې د تېرو څلورو کلونو په پرتله تېر کال په صادراتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.

ښاغلي احمدي زیاته کړه، چې له ۲۰۱۵ کال راهیسې د افغانستان صادرات له ۶۰۰ میلیون ډالرو کم و، په داسې حال کې، چې دغه شمېر تېر کال ۸۵۰ میلیون ډالرو ته رسېدلی دی.

دی وایي، چې سږ کال تر اوسه پورې د صادراتو کچه یو میلیارد ډالرو ته رسېدلي او د حکومت د ټاکل شویو اهدافو سره ښایي راتلونکی کال دغه کچه یو نیم میلیارد ډالرو او په دوه نورو کلونو کې دوه میلیارد ډالرو ته ورسېږي.

هغه د هېواد محصولاتو ته چې زیاتره یې زراعتي دي او صادرونکي دي زیاتېدو ته په اشارې و ویل، چې دا مهال د صارداتو د زیاتوالي لامل په کور د ننه پر داخلي تولیداتو پانګونه، د ترانزیټي بنسټونو پراختیا او د مارکېټونو موندول دي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست ټینګار وکړ، چې دا مهال په یادو برخو کې حکومت ځانګړي پلانونه تر لاسه لاندې لري.

نوموړي و ویل، چې په ټولو ولایتونو کې د صعنتي پارکونو پراختیا د حکومت له برنامو څخه ده، چې تر اوسه یې ۱۱ پارکونه جوړ کړي، ۱۲ د جوړېدو په حال کې دي او ۱۱ نور پارکونه به هم په راتلونکو کلونو کې جوړ شي.

په ورته وخت کې د کرنې او مالدارۍ وزیر نصیر احمد دراني هم و ویل، چې د کرنیزې پراختیا ستراتېژي به افغانستان په یوه صادرونکي هېواد بدل کړي.

نوموړي و ویل، چې د دغه ستراتېژۍ پر بنسټ په هېواد کې د کیفیت لرونکو زراعتي محصولاتو د تولید زمینه برابره شوې او د ګټنې کچه به یې هم لوړه شي.

دغه هم و ویل، چې دا مهال د صادراتو کچه یو میلیارد ډالرو ته رسېدلي او د حکومت د ټاکل شویو اهدافو سره ښایي راتلونکی کال دغه کچه یو نیم میلیارد ډالرو او په دوه نورو کلونو کې دوه میلیارد ډالرو ته ورسېږي.

جمهورخبري آژانس:عبدالجلیل سروش
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي