۰
د ثبات او همپالنې ټیم:

په اوس وخت کې د کمېسیون هېڅ پرېکړه راته د منلو نه ده

یکشنبه ۳ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۴۹
د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالڼې ټیم د ټاکنو خپلواک کمېسیون له خوا د زرو څخه زیاتو محلونو د رایو ابطال ته په اشارې وایي، په اوس وخت کې د کمېسیون هېڅ پرېکړه دوی ته د منلو نه ده.
په اوس وخت کې د کمېسیون هېڅ پرېکړه راته د منلو نه ده
د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالڼې ټیم د ټاکنو خپلواک کمېسیون له خوا د زرو څخه زیاتو محلونو د رایو ابطال ته په اشارې وایي، په اوس وخت کې د کمېسیون هېڅ پرېکړه دوی ته د منلو نه ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ټاکنو کمېسیون پرون شنبې د لیندۍ په دوهم یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ، چې د بیا رای شمېرنې او تفتیش له پروسې وروسته یې د ۱۱۷۹ محلونو رایې باطلې اعلان کړې.

کمېسیون په اعلامیه کې ویلي، د تفتیش او بیا شمېرنې په دغه پروسه کې د ټاکنو قانون د ۸۶ مادې او د تفتیش د لایحې د ۱۱ مادې سره سم په خپله ۱۰۵ مه پرېکړه کې د ۲۴۲۳ محلونو رایې ځانګړي تفتیش ته وړاندې کړې.

سرچینه زیاتوي، چې له دې وروسته د هغه ولایتونو چې د تفتیش مواد یې مرکزي دفتر ته رسېدلي له ۲۴۲۳ محلونو څخه د ۱۱۹۰ محلونو د تفتیش او رای شمېرنې پایلې چک شوې، چې د له ډلې یې د ۱۱۷۹ محلونو رایې غیر معتبرې دي.

ټاکنو کمېسیون ټینګار کړی لکه څنګه یې چې وړاندې ویلي، دوی ته یوازې بایومتریک رایې د منلو دي په همدې اساس به باوري او غیر باوري رایې د قانون، لوایحو او کړنلارو سره سم تثبیت شي.

خو د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټیم وايي، په اوس وخت کې د ټاکنو کمېسیون یوه پرېکړه هم دوی ته د منلو نه ده.

د یاد انتخاباتي ټیم یوه ویاند فریدون خوځون نن یکشنبې د لیندۍ ۳ مه جمهور خبري آژانس ته و ویل، تر چې د ثبات او همپالنې ټیم قناعت نه وي حال شوی او د ثبات او همپالنې ټیم د ناظرینونو په غیاب کې د کمېسیون هېڅ پرېکړه د منلو نه ده.

نوموړي و ویل«زموږ او ځینو نورو انتخاباتي ټکټونو د بیا رای شمېرنې او تفتیش په غیر قانوني پروسه کې ګډون نه دی کړ، نو ځکه دا کومه پروسه نه ده چې پایلې یې موږ ته د منلو وي.»

خوځون ټینګار وکړ، تر چې د ټاکنو کمېسیون د ثبات او همپالنې ټیم د ده په وینا مشروع غوښتونو ته ځواب نه وي ویلي، پرېکړې یې د منلو نه دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ټاکنو کمېسیون وایي، دوی د رای شمېرنې پروسه په ټاکنو کې د شفافیت او عدالت د تیمن په موخه بیا پیل کړې او ټوله هڅه یې پر دې ده، چې د خلکو د رښتینو رایو پر بنسټ راتلونکی حکومت جوړ شي.

ټاکنو کمېسیون ټینګار کړی لکه څنګه یې چې وړاندې ویلي، دوی ته یوازې بایومتریک رایې د منلو دي په همدې اساس به باوري او غیر باوري رایې د قانون، لوایحو او کړنلارو سره سم تثبیت شي.

دوی وایي، په ۲۴ ولایتونو کې د بیا رای شمېرنې پروسه بشپړه کړې، په دریو ولایتونو کې جریان لري او په ۷ ولایتونو کې لا هم نه ده پیل شوې.

د کمېسیون په اعلامیه کې د افغانستان خلکو او د ټاکنو ښکېلو غاړو ته ډاډ ورکړل شوی، چې دوی بې پرې دي او د قانون لوایحو او کړنلارو سره سم به خپل کارونه مخ ته وړي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون بیا هم ټینګار کړی، چې که کوم انتخاباتي ټکټ اعتراض لري د دوی دروازې یې پر مخ خلاصي دي او که یې قناعت حاصل نه شو کولی خپل اعتراض او شکایتونونه اړونده مرج کې ثبت کړي.

کمېسیون له ټولو انتخاباتي ټکټونو غوښتنه کړې، چې اجازه ورکړي خپلې چارې د قانون سره سمې مخ ته یوسي خو په وینا یې که دوی خپل کار ته پرېنښودل شي، نو له حکومت څخه به مرسته وغواړي.

خو فریدون خوځون وایي، چې دا د ټاکنو د کمېسیون له خوا یو ډول ګواښ دی، چې هېڅوک په یوه دیموکراتیکه پروسه کې ګواښ وکړي او نه هم ورته اجازه ورکول کېږي.

نوموړي و ویل، چې کمېسیون نه شي کولو د خلکو د خود جوشه حرکت چې په ۷ ولایتونو کې یې د ټاکنو کمېسیون د ولایتي دفترونو دروازې تړلې او د ثبات او همپالنې ټیم یې هم ملاتړ کوي مخه ونیسي.

خوځون و ویل«موږ کمېسیون ته خبرداری ورکوو، چې له خلکو سره ځان مخ نه کړي، ځکه ښې پایلې نه لري، زور کار نه دی ورکړی او نه به یې هم ورکړي.»

خو ټاکنو کمېسیون وایي، د رای شمېرنې پروسه د دوی قانوني صلاحیت دی، چې دوام لري او له انتخاباتي ټیمونو غواړي، اجازه ورکړی، چې خپل کارونه مخ ته یوسي.

جمهورخبري آژانس:محمد رقیب فیاض
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي