۰

د ټرمپ اداره له طالبانو سره د سولې په هوکړه باندې په کار بوخته ده

شنبی ۲ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۵۲
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، اداره یې د امریکايي پوهنتون د دوه استادانو تر خوشي کېدو وروسته له له طالبانو سره د سولې په هوکړه باندې په کار بوخته ده.
د ټرمپ اداره له طالبانو سره د سولې په هوکړه باندې په کار بوخته ده
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، اداره یې د امریکايي پوهنتون د دوه استادانو تر خوشي کېدو وروسته له له طالبانو سره د سولې په هوکړه باندې په کار بوخته ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ولسمشر ټرمپ دغه څرګندونې د فاکس نیوز تلوېزیون په یوه خپرونه کړې کړې او زیاته کړې یې ده، چې دا مهال له طالبانو سره د سولې په هوکړه خبرې روانې دي، خو به وینا یې وبه لیدل شي، چې څه کېږي؟

خو ټینګار یې کړي، چې د امریکايي پوهنتون د استادانو او د طالب مهمو بندیانو په خوشې کېدو به افغانستان کې جګړه پای ته ورسېږي.

ټرمپ پر داسې مهال دغه څرګندونې کوي، چې د تېرې پنشنبې په ورځ ماښام یې له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره هم په تلېفوني اړیکه کې پر سوله او افغان ځواکونو مفصلې خبرې کړې دي.

ټرمپ په خپلو خبرو کې د امریکايي پوهنتون د دوه استادانو په خوشي کولو کې د افغان ولسمشر له همکارۍ مننه او دغه راز په ننګرهار کې د افغان ځواکونو له خوا د داعش د ماتې ستاینه کړې ده.

د ارګ په خبرپاڼه کې ویل شوي په دغه تلېفوني خبرو کې ولسمشر غني د حکومت د سولې پر اوه مادیز پلان خبرې وکړې او ټرمپ هم د سولې په خبرو کې د اوربند په ټښګت ټینګار کړی ویلي یې دي، د دې لپاره چې د سولې پروسه بریالي شي د افغان حکومت ګډون او مدیریت په کې حتمي دی، چې سر له اوسه باید پیل شي.

سرچینه زیاتوي، چې دې خبرو په پای کې ټرمپ ولسمشر غني ته امریکا ته د ورتګ رسمي بلنه وکړه، چې د ولسمشر غني له خوا منل شوې ده.

ارګ دا نه دي ویلي، چې ولسمشر به څه وخت امریکا ته سفر وکړی، خو دا لومړی ځل دی، چې ډونالډ ټرمپ ولسمشر غني ته د سفر رسمي بلنه ورکوي.

په ورته وخت کې د امریکا د سنا محلس دوه غړو د افغانستان د سولې پر بهیر د ښې څارنې لپاره یوه لایحه ترتیب کړې او کانګرس ته یې وړاندې کړې ده.

د سناتور باب مندز او سناتور تاد یانګ له خوا ترتیب شوې طرحه او کانګرس ته صلاحیت ورکوي، چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د هر ډول هوکړې کېدل وڅاري.

د افغانستان د دوامداره سولې ضمانت تر نامه لاندې طرحې د وړاندیز هدف د افغانستان د خلکو د لاسته راوړنو او د ښځو او اقلیتونو د حقونو په ګډون د بشري حقونو ساتنه، د سرتېرو د ناڅاپه وتلو په نتیجه کې د گډوډیو د رامنځ ته کېدو او د تروریزم په اډې باندې د افغانستان د تبدیلېدو مخنیوی گڼل شوی دی.

له دې مخکې د امریکا کانگرس د طالبانو سره د خبرو د څرنګوالي او دا چې د هغې د محتوا په اړه زیات جزییات نه دي ورکړل شوي اندېښنه څرګنده کړې وه.

که چېرې دغه قانون د سنا په مجلس کې تصویب شي، د امریکا کانګرس به د افغانستان د سولې په اړه مشورتي او نظارتي رول ومومي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي