له پاکستانه د افغان کډوالو په بېرته ستنېدو کې ۳۳ سلنه کموالی راغلی

30 عقرب 1398 ساعت 11:32

د کډوالو نړیوال سازمان وايي، روان کال میلادي کال له پاکستان څخه د افغان ګډوالو په بېرته ستنېدو کې ۳۳ سلنه کموالی راغلی دی.


د کډوالو نړیوال سازمان وايي، روان کال میلادي کال له پاکستان څخه د افغان ګډوالو په بېرته ستنېدو کې ۳۳ سلنه کموالی راغلی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د آی او اېم په تازه راپور کې ویل شوي، په ۲۰۱۷ کال کې ۹۷زره افغان کډوال له پاکستان څخه بېرته ستانه شوي او یا ایستل شوي، خو  په ۲۰۱۸ کې دغه شمېر ۳۲زروه ته راښکته شوی دی.

په دې راپور کې ویل شوي، چې د ۲۰۱۹ کال د جنوري له لومړۍ څخه د جون تر ۱۵مه لس زره بې‌اسناده افغان کډوال په داوطلبانه ډول ستانه شوي او یا ایستل شوي دي، چې د ۲۰۱۸ کال د همدې مودې په پرتله ۳۳ فیصده کموالی ښيي.

راپور وایي، د ۲۰۱۸ کال له پیل څخه د جون تر ۱۵مې پورې څه باندې ۱۵۳۰۰ بې‌اسناده افغان مهاجر له پاکستان څخه بېرته خپل هیواد ته ستانه شوي وو.

د کډوالو د نړیوال سازمان د راپور په اساس، اوسمهال ۲.۴ میلیونه افغان کډوال په پاکستان کې ژوند کوي، چې ۱.۱ میلیون یې اسناد نه لري.

په ورته وخت کې دغه سازمان وایي، په ایران کې نږدې ۲.۵ میلیونه افغان مهاجر ژوند کوي، چې له دې شمېرې یوازې ۹۵۰زره یې د مهاجرت اسناد لري.

دغه سازمان زیاتوي، هر کال له ایران څخه د ۴۰۰زرو څخه تر ۵۰۰زره افغان مهاجر بېرته خپل هیواد ته راستانه کېږي، خو په دغه هیواد کې د سیاسي او اقتصادي ستونزو له امله په ۲۰۱۸ کال کې د راستنېدونکو افغانانو شمېره ۷۷۰زروه ته رسېدلې ده.

خو دغه سازمان ویلي، چې په روان میلادي کال کې له ایران څخه د راستنېدونکو افغان مهاجرو په شمېر کې ۴۰ فیصده کموالی راغلی دی.

سرچینه زیاتوي، چې د دغه کال د جنوري له لومړۍ نېټې څخه د جون تر ۱۵مې ۲۰۵زره افغان مهاجر له ایران څخه ستانه شوي او یا ایستل شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 122408

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/122408/

جمهور
  https://www.jomhornews.com