۰
ټرمپ:

هیله من یم د امریکایي پوهنتون د استادانو خوشي کول د افغان جګړې د پای سبب شي

پنجشنبه ۳۰ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۲۰
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د امریکايي بوهنتون د استادنو د خوشي کېدو هرکلی کړی او په دې برخه کې یې له افغان ولسمشر محمد اشرف غني څخه مننه کړې ده.
هیله من یم د امریکایي پوهنتون د استادانو خوشي کول د افغان جګړې د پای سبب شي
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د امریکايي بوهنتون د استادنو د خوشي کېدو هرکلی کړی او په دې برخه کې یې له افغان ولسمشر محمد اشرف غني څخه مننه کړې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ټرمپ د استادانو خوشي کولو ته غبرګون کې ویلي هیله من دی، چې د دغو برمته کسانو خوشي کېدل به د افغان جګړې د پای لپاره لار هواره کړي.

ښاغلي ټرمپ د مهمو طالب بندیانو د خوشي کولو په تړاو د ولسمشر غني پرېکړه جرائتمندانه او له زړورتیا ډکه بللې او مننه یې ترې کړې ده.

نوموړي پر خپل ټیم هم ویاړلي او ویلي یې دي، هیله من دی، چې دا کار به د اوربند تر څنګ د سولې په برخه کې د مهمو پرمختګونو سبب شي تر څو د افغانستان اوږده جګړه پای ومومي.

ټرمپ همدا راز په خپل یو ټویټ کې د امریکايي پوهنتون د استادانو کیون کینګ او تیموتي ویکس د راخوشې کېدو په خوشالۍ کې د هغوی له کورنیو سره ځان په خوښيو کې شریک بللی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل

 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي