۰
ناټو:

د امریکايي استادانو د تبادلې هرکلي کوو، ولسمشر غني زړور کار وکړ

پنجشنبه ۳۰ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۴۹
د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ د حقاني شبکې له درې مهمو غړو سره د افغان – امریکایي پوهنتون د دوه استادانو د تبادلې هرکلی کړی او په دې اړه یې د ولسمشر غني پرېکړه ستایلې ده.
د امریکايي استادانو د تبادلې هرکلي کوو، ولسمشر غني زړور کار وکړ
د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ د حقاني شبکې له درې مهمو غړو سره د افغان – امریکایي پوهنتون د دوه استادانو د تبادلې هرکلی کړی او په دې اړه یې د ولسمشر غني پرېکړه ستایلې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي سټولټنبرګ پرون چهارشنبې د نومبر ۲۰ مه د ناټو د بهرنیو چارو وزارت تر غونډې مخکې خبریالانو سره خبرو کې ویلي، چې د افغانستان د ولسمشر محمد اشرف غني پرېکړه زړوره وه.

د ناټو سرمشني ینس سټولټنبرګ زیاته کړې، هیله لري چې دا پرمختګ به د افغانستان د سولې د خبرو له بیا پیل سره مرسته وکړي.

نوموړي ویلي«داسې اقدام اعتماد جوړوي، هیله ده چې موږ به د سولې د مذاکرو بیا پېل ته نږدي کړي او په دې ډول به دافغانستان د بحران د حل لپاره د یوه سیاسي جوړجاړي زمینه برابره کړي.»

ښاغلي
نوموړي ویلي«داسې اقدام اعتماد جوړوي، هیله ده چې موږ به د سولې د مذاکرو بیا پېل ته نږدي کړي او په دې ډول به دافغانستان د بحران د حل لپاره د یوه سیاسي جوړجاړي زمینه برابره کړي.»
سټولټنبرګ ټینګار کړی، چې ناټو، افغانستان ته متعهده پاتې کېږې او د افغانستان د امنیتي ځواکونو روزنې او تجهیز ته به ادامه ورکړي.

په ورته وخت کې سپینې ماڼۍ هم په یوه ځانګړي پیغام کې د افغانستان له حکومته مننه کړې چې د همکارۍ او شراکت لپاره یې د برمته شوو استادانو په خوشې کولو کې هڅې کړې دي.

د سپینۍ ماڼۍ په پيغام کې چې پر ټوېټر خپور شوی لیکل شوي چې ولسمشر اشرف غني د سولې لپاره متعدد زړور ګامونه اخیستي دي.

د یادونې ده، چې ولسمشر اشرف غني تېره اونۍ اعلان وکړ چې د حقاني شبکې درې غړي په مشروط ډول د افغانستان امریکايي پوهنتون له دوو استادانو سره تبادله کوي.

باید و ویل شي، چې انس حقاني، حاجي مالي خان او حافظ عبدالرشید د لړم په ۲۸ مه د بګرام زندان څخه خلاص او په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر ته وسپارل شول.

دغه راز امریکایي استادان بیا یوه ورځ وروسته د زابل په نوبهار ولسوالۍ کې ډېورنډ فرضي کرښې ته څېرمه امریکايي لوري ته وسپارل شول.

طالبانو هم له دغه تبادلې هرکلی کړی او ویلي یې دي، چې د بندیانو خوشي کول د باور رامنځ ته کولو لپاره مهم ګام و او د سولې پروسې له ګړندي کولو سره مرسته کولی شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي