۰

محب د همګټو هېواد غونډه کې پر افغانستان غږېدلی دی

پنجشنبه ۳۰ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۴۷
د افغانستان د ملي امنیت سلاکار د همګټو هېوادونو د امنیتي مشرانو په غونده کې د افغانستان پر امنیتي وضعیت خبرې کړې دي.
محب د همګټو هېواد غونډه کې پر افغانستان غږېدلی دی
د افغانستان د ملي امنیت سلاکار د همګټو هېوادونو د امنیتي مشرانو په غونده کې د افغانستان پر امنیتي وضعیت خبرې کړې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه غونډه پرون چهارشنبې د لړم ۲۰ مه د روسیې پلازمېنه مسکو کې شوې، چې په کې د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار ډاکتر حمدالله محب هم وینا کړې ده.

ښاغلي محب په دغه غونده کې د افغانستان پر امنیتي وضعیت غږېدلی دی، خو د خبرو جزیات یې لا نه دي په ډاګه شوي.

په ورته وخت کې د همګټو هېوادونو ویباڼې ویلي، د دې سازمان د ملي امنیت شورا مشرانو پر هغو تهدیدونو او امنیتی خطرونو خبرې وکړې چې د دې سازمان غړي هېوادونه ورسره مخامخ کېدلی شي.

په یاده غونډه کې د همګټوهېوادونو ترمنځ د همکارۍ پر پراختیا هم خبرې شوي، ترڅو په اغېزناک ډول د غړو هېوادونو په سرحدي سیمو کې د بهرنیو ترهګرو د فعالیت او تګ راتګ مخنیوی وکړي.

د قزاقستان د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار پرون د بهرنیو ګواښونو او همدا راز د سوریې او افغانستان د وضعیت په اړه خپل رپوټ نورو ته وړاندې کړ.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي