وتلی سیاسي کارپوه، لیکوال، او مدني فعال پلازمېنه کابل کې د ناپېژنده وسله والو کسانو په برید کې وژل شوی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پېشه پرون چهارشنبې د لړم ۲۹ مه ماښام مهال د کابل ښار د شپږمې امنتیي حوزې اړوند د روسیې سفارت ته څېرمه رامنځ ته شوې ده.
کورنیو چارو وزارت وايي، وحید مژه ماښام مهال له کور څخه د مسجد پر لور روان و، چې دوه موټر سایکل سپرو پرې ډزې کړې او شهید کړی یې دی.
تر اوسه د دغه قتل مسوولیت چا نه دی اخیستی، خو د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي وايي، د پېښې په اړه جدي پلټنې روانې دي.
وحید مژده یو برجسته سیاسي کارپور او لیکوال و، چې له رسنیو سره یې ښه همکاري درلوده او دغه راز د جهاد پر مهال د یوه جهادي تنظیم غړی هم و.
هغه د طالبانو د واکمنۍ پر مهال په بهرنیو چارو وزارت کې پر یوه لوړ مقام کار کولو، د نرم اخلاقو خاوند او له منځلارو طالبانو سره یې اړیکه درلوده او تازه معلومات یې تر لاسه کول.
نوموړی په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو له شتون سره سخت مخالف و او د هغوی سره د مخالفت لپاره یې عقلاني دلایل هم درلودل.
د مژده وژل کېدو په کور د ننه او خواله رسنیو سخت غبرګونونه راپارولي او دغه کار یې په کلکو ټکو غندلی دی.
جمهورخبري آژانس:کابل