۰
د ټاکنو کمېسیون:

لا هم په شپږو ولایتونو کې د بیا رای شمېرنې بهیر نه دی پیل شوی

چهارشنبه ۲۹ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۳۸
د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي، په شپږو ولایتونو کې تر اوسه پورې د رایو د بیا شمېرنې بهیر نه دی پیل شوی، چې لامل یې د ځینو ټاکنیزو ټیمونو اعتراضونه دي.
لا هم په شپږو ولایتونو کې د بیا رای شمېرنې بهیر نه دی پیل شوی
د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي، په شپږو ولایتونو کې تر اوسه پورې د رایو د بیا شمېرنې بهیر نه دی پیل شوی، چې لامل یې د ځینو ټاکنیزو ټیمونو اعتراضونه دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ټاکنو کمېسیون د ولسمشرۍ ټاکنو د رایو د بیا شمېرنې بهیر د روانې لړم میاشتې په ۱۸ مه نېټه پیل کړی وو چې وروسته د ځينو انتخاباتي ټکټونو د اعتراض له امله وځنډول شو.

خو د روانې میاشتې په ۲۶ مه نېټه کمېسیون یو ځل بیا د رای شمېرنې بهیر په پاتې ولایتونو کې پیل کړو چې بیا هم د ځینو ټاکنیزو ټیمونو له سخت مخالفت سره مخ شو.

اوس د ټاکنو کمېسیون وایي، دوی په د رای شمېرنې بهیر دوام لري، خو په ځينو ولایتونو کې دغه بهیر له ستونزو سره مخ شوی دی.

د ټاکنو کمېسیون مرستیال ویاند ذبیح الله سادات جمهور خبري آژانس ته و ویل، چې د رایو د بیا شمېرنې بهیر په ۱۷ ولایتونو کې په مکمل ډول بشپړ شوی او په ۱۱ ولایتونو کې لا هم دوام لري.

خو په وینا یې د کمېسیون کارکوونکي په شپږو ولایتونو کې تر اوسه په دې نه دي توانېدلي، چې دغه بهیر په رسمي ډول پیل او معلومات یې مرکزي کمېسیون ته ولېږي.

د معلوماتو له مخې هغه شپږ ولایتونو چې لا هم په کې د رای شمېرنې بهیر نه دی پیل شوی، پروان، پنجشېر، کاپيسا، بدخشان، غور او تخار ولایتونه دي.

په دغه ولایتونو کې ځکه د رای شمېرنې بهیر نه دی پیل شوی، چې هلته د ځینو انتخاباتي ټیمونو د ملاتړو له خوا د اعتراضونو سره مخ شوی دی.

د ټاکنو کمېسیون مرستیال ویاند ذبیح الله سادات وایي، دوی له امنیتي بنسټونو غواړي، چې په دې برخه کې له کمېسیون سره همکاري وکړي تر چې په یادو ولایتونو کې هم د رای شمېرنې بهیر پیل شي.

سادات د ټاکنو د لومړنیو پایلو اعلان هم د رای شمېرنې بهیر په بشپړېدو پورې تړلی وباله ویلې ویل، هر کله چې دغه بهیر بشپړ او معلومات یې مرکز ته ورسېږي، کمېسیون به لومړنۍ پایلې اعلان کړي.

د ټاکنو کمېسیون مرستیال ویاند ټینګار وکړ، چې که د رای شمېرنې بهیر د ځينو انتخاباتي ټکټونو له مخالفت سره مخ نه شي نو ډېر ژر به بشپړ او پایلې به اعلان شي.

جمهورخبري آژانس:محمد رقیب فیاض
 
 

 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي