سیمه ییز چارواکي وایي، تخار ولایت کې یوه ځوانه ناوې د خپل خاوند او د هغه د پلار له خوا چې د ناوې خسر کېږي وژل شوې ده.
د جمهور آژانس د خبر له مخې وژل شوې ناوې نماز نومېږي او ۲۳ کاله عمر لري، چې پرون د خپل خاوند او خسر له خوا وژل شوې ده.
د تخار د امنیه قوماندانۍ ویاند خلیل اسیز وایي، د پېښې عاملین په اصل کې د تخار د چاه آب ولسوالۍ د تخن آباد د کلي اوسېدونکي دي، چې د پولیسو له خوا نیول شوي او تر پلټونو لاندې دي.
نوموړي زیاته کړه، لومړني معلومات ښيي، چې دغه پېښه د کورني تاوتریخوالي له امله رامنځ ته شوې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې وړمه ورځ هم د تخار ولایت د ورسج ولسوالۍ په موچکان کلي کې یو زوی خپله پنځوس کلنه مور د تېشې ګزارونه کړي او وژلې یې ده.
د تخار د امنیه قوماندانۍ ویاند خلیل اسیز په وینا، قاتل شیدالله نومېږي، چې نه یوازې خپله مور وژلې بلکې خپله خور یې هم ژوبله کړې دی.
جمهورخبري آژانس:کابل