دفاع وزارت کندهار او اروزګان کې ۲۳ طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړ

29 عقرب 1398 ساعت 10:32

ملي دفاع وزارت په کندهار او اروزګان ولایتونو کې د افغان ځواکونو د عملیاتو پر مهال د ۴۲ وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی دی.


ملي دفاع وزارت په کندهار او اروزګان ولایتونو کې د افغان ځواکونو د عملیاتو پر مهال د ۴۲ وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دفاع وزارت نن چهارشنبې د لړم ۲۹ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، د طالبانو پر ضد دغه ځمکني او هوایي عملیات د کندهار په میوند او اروزګان په ګیزاب ولسوالیو کې تر سره شوي دي.

سرچینه زیاتوي، چې د کندهار په میوند ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې ۱۹ وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان شوي دي.

دغه راز سرچینه زیاتوي، چې په دې عملیاتو کې د دښمن ۱۱ پټنځایونه هم له منځه وړل شوي او یو میل دهشکه یې افغان ځواکونو تر لاسه کړې.

په ورته وخت کې خبرپانه وایي، د اروزګان ګیزاب کې بیا د کمانډو ځواکونو عملیاتو کې ۴ وسله وال وژل شوي او پنځه نور ټپيان شوي دي.

دفاع وزارت د کندهارر په میوند، خاکریز، شاولي کوټ او د اروزګان په ګیزاب او دهراود کې د ۴۸ کړۍ ماینونو د کشف او شنډولو خبر هم ورکړی دی.

طالبانو تر اوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 122373

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/122373/

جمهور
  https://www.jomhornews.com