۰

کابل او لوګر کې پنځه تنه د ترهګرو فعالیتونو په تور نیول شوي

چهارشنبه ۲۹ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۱۳
کورنیو چارو وزارت وايي ځانګړو پولیسو کابل او لوګر ولایتونو کې پنځه تنه د ترهګرو فعالیتونو په تور نیولي دي.
کابل او لوګر کې پنځه تنه د ترهګرو فعالیتونو په تور نیول شوي
کورنیو چارو وزارت وايي ځانګړو پولیسو کابل او لوګر ولایتونو کې پنځه تنه د ترهګرو فعالیتونو په تور نیولي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه وزارت نن چهارشنبې د لړم ۲۹ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، ځانګړو ځواکونو پرون د کابل په ده سبز او لوګر په خوښۍ ولسوالۍ کې عملیات کړي.

سرچینه زیاتوي، کابل کې د عملیاتو پر مهال یو تن له یو میل وسلې او تجهیزاتو سره نیول شوي او لوګر کې بیا څلور تنه له څلور میله وسلو، سلګونه فیره مرمیو او پوځي تجهیزاتو سره یو ځای نیول وشي دي.

کورنیو چارو وزارت وایي، دغه کسان په ترهګرو فعالیتونو کې لاس درلود، چې پلټنې ترې روانې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي